د بحري چارو وفاقي وزير جنید انوار چوهدري سره د کویت سفیر ملاقات ٬ بحري او د توان په څانګو كښې مرستې ته اتفاق

  اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنید انوار چوهدري سره د د کویت سفیر ناصر عبدالرحمن جاسر المطیري ملاقات وكړو ۔  ملاقات كښې د  میري ټائم سیکټر، انرجي سټي او د  بندرګاهي انفراسټرکچر منصوبو كښې د دوه اړخيزه  مرستې په زياتولو  خبرې وشوې ۔۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه د زيارت به ورځ  وفاقی وزیر جنید انوار چوهدري ووئېل  ګوادر او پورټ …

 

اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنید انوار چوهدري سره د د کویت سفیر ناصر عبدالرحمن جاسر المطیري ملاقات وكړو ۔  ملاقات كښې د  میري ټائم سیکټر، انرجي سټي او د  بندرګاهي انفراسټرکچر منصوبو كښې د دوه اړخيزه  مرستې په زياتولو  خبرې وشوې ۔۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه د زيارت به ورځ  وفاقی وزیر جنید انوار چوهدري ووئېل  ګوادر او پورټ قاسم كښې د  سرمایه کارۍ پراخه موقعې شته   او  پاکستان ایل پي جي ، ایل این جي او د خام تیلو ذخیرہ منصوبو كښې  د کویت شراکت دارۍ هر كلے كوي ۔ ده ووئېل  پاکستان كښې  انرجي اسټوریج جوړولو  په منصوبه كار روان دے ۔ د ملاقات به مهال د  کویت سفیر د پاکستان بحري  او د  توان منصوبو كښې زياته خوښي ولرله ، دغسې دواړو هېوادونو  تر مينځه  میري ټائم سیکټر كښې د  مرستې په وده اتفاق راغلو ۔ وفاقي وزیر د کویت سرمایه کارو ته د هر اسانيو وركولو باور هم وركړو