د  مذهبي چارو  و بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف د سعودي عرب په “ګرینډ حج سمپوزیم” كښې د خپل پلاوي سره  ګډون

  جدہ۔21مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو  و بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف د سعودي عرب په جدہ ښار كښې په "ګرینډ حج سمپوزیم” خاص ناسته كښې د خپل پلاوي سره  ګډون وكړو ۔ په دې مهال د مذهبي چارو سېكرټري  ابرار احمد مرزا او  ډائریکټر جنرل حج عبدالوهاب سومرو هم  د وفاقي وزیر سره وو  ۔ سمپوزیم كښې د ګردې نړۍ نه راغلو د  مذهبي …

 

جدہ۔21مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو  و بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف د سعودي عرب په جدہ ښار كښې په “ګرینډ حج سمپوزیم” خاص ناسته كښې د خپل پلاوي سره  ګډون وكړو ۔ په دې مهال د مذهبي چارو سېكرټري  ابرار احمد مرزا او  ډائریکټر جنرل حج عبدالوهاب سومرو هم  د وفاقي وزیر سره وو  ۔ سمپوزیم كښې د ګردې نړۍ نه راغلو د  مذهبي چارو  وزيرانو، د حج مشنز مشرانو پشمول سټیک هولډرز ګدون كولو ۔ د سعودي عرب د حج و عمرہ وزير ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعه سمپوزیم ته کلیدي خطاب كښې د ګردې نړغ نه راغلو  ضیوف الرحمن کته هر كلے اووې او د دې  عزم پخلے يې وكړو چې مکہ مکرمه ، مدینه  منورہ او  مشائر مقدسه  (منیٰ، عرفات، مزدلفه ) كښې  حجاج کرام ته هر ممکن غوره اسانۍ وركولو ته د  سعودی حکومت پام لرنه كوي ۔هغه په  حج انتظامات، د عازمین خبرتيا لپاره په پېل كړو اوسنو كمپائنز رڼا واچوله ۔ د سمپوزیم په مختلف ورکنګ سیشنز او  ګروپ ډسکشنز كښې د  سعودي د كورنيو چارو وزارتِ ،د روغتيا وزاتر  او د حج و عمرہ وزارت چارواكو ګدون كوونكو ته  بریفنګ وركړو ، چې پكښې د مقدس مقاماتِ دننه د حج كوونكو  د تګ راتګ انتظام كښې د ډیجیټل  بدلونونو جاج واغستلے شو  ۔ ګدون كوونكو ته د حجاج دفاترونو سره د  همغږۍ زياتولو، په نړيواله كچه د خبرتيا روابط مضبوطولو او د  قربانۍ غوښو د وېشلو  غوندې جدید آپریشنل ماډل  په اړه وئېل شول ۔سمپوزیم كښې د  حج  چارو  دفترو مشرانو او د نړيوالو حج کمپنیو د استازو خاص غونډه هم وشوه   په اختتامي ناسته كښې مقررین واضحه كړه  چې دا  گرېنډ سمپوزیم پخپل پنځوستم ایډیشن كښې  علم و تحقیق  د  ضیوف الرحمن د خدمت بنیادي برخه جوړوي ، كومه چې د اسلام تعلیماتو په رڼا كښې  د خدمت او د  زائرین خيال ساتلو لپاره د  سعودي حکومت  د مسلسل او   د زړه پورې هڅو عکاس ده

مزید خبریں