اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د بنګله ديش اعليٰ سرکاري افسرانو پلاوي د شورو په ورځ د خارجه دفتر دوره وكړه ۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا پلاوې دا مهال د "پاکستان-بنګله ديش نالج کوريډور" اقدام له مخې سول سروسز اکيډمي لاهور كښې "ستراتېژك ليدرشپ، ګورننس سسټم او پاليسي انوويشن" په سرخط د درېو اوونيو ايګزيکټو ډويلپمنټ پروګرام لپاره پاکستان كښې موجود …
د بنګله ديش د اعليٰ سرکاري افسرانو پلاوي د خارجه وزارت دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د بنګله ديش اعليٰ سرکاري افسرانو پلاوي د شورو په ورځ د خارجه دفتر دوره وكړه ۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا پلاوې دا مهال د “پاکستان-بنګله ديش نالج کوريډور” اقدام له مخې سول سروسز اکيډمي لاهور كښې “ستراتېژك ليدرشپ، ګورننس سسټم او پاليسي انوويشن” په سرخط د درېو اوونيو ايګزيکټو ډويلپمنټ پروګرام لپاره پاکستان كښې موجود دے٬ پاکستان او خارجه وزارت ته په راتګ د پلاوي هركلي كولو سره نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان او بنګله ديش د وروڼو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې سركاري افسرانو د پلاوي دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك افهام و تفهيم او اداره جاتي روابطو ته وده وركولو لپاره مرستياله ثابت شي ۔ ده په اګست كال 2025 كښې د بنګله دېش خپلې دورې ذكر كولو سره واضحه كړه چې ما د “پاکستان-بنګله ديش نالج کوريډور” د پېل كولو اعلان كړے ٶ چې له مخې به په راتلونكې پنځو كالو كښې د بنګله دېش زده كوٶنكو لپاره 500 سکالرشپس وركولې شي۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د بنګله دېشن 74 زده كوونكي د وړاندې نه د پاكستان په بېلو پوهنتونونو كښې خپل تعليم پېل كړے دے۔ ده ووئيل چ د نالج کوريډور د دوېم پړاٶ پېل د مئي په لسمه نيټه كال 2026 كښې په ډهاكه كښې پېل شوے ۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاکستان، د وزيراعظم طارق رحمان په مشرۍ كښې د بنګله ديش نوي حكومت سره په زړه پورې، په شريك احترام او د ګټورو روابطو جذبې له مخې په ګډه كار كولو له خوښي لري٬ په صوبائي او وفاقي كچه دوره كونكي دې پلاوي د حکومت او پاکستان اولس لخوا د تود هركلي او مېلمستيا ستائنې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نورو اداره جاتي روابطو او وظيفائي تبادلو په وده كښې خوښي ولرله٬ د پاکستان او بنګله ديش تاريخي، كلتوري او د ورورولۍ اړيكې لري ٬ دا دوره د دوه اړخيزه افهام و تفهيم لا زياتولو او مرستې ته پراخيتا وركولو لپاره د دواړو هېوادونو د مشتركه عزم عكاسي كوي










