د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره  د اسلام آباد هائي كورټ بار ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات٬وكيلانو ته د غوره آسانيو وركولو باور

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره اسلام آباد هائي كورټ بار ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات كړے  چې پكښې  د وكيلانو ورورولۍ ته په ورمخې ته شوو مسئلو ٬ د بار رومز په رنګ روغن او بنيادي آسانيو وركولو  تفصيلي  د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پلاوي مشري د بار ايسوسي ايشن صدر سيد واجد علي ګيلاني وكړه۔د ملاقات په مهال پلاوي  د اسلام …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره اسلام آباد هائي كورټ بار ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات كړے  چې پكښې  د وكيلانو ورورولۍ ته په ورمخې ته شوو مسئلو ٬ د بار رومز په رنګ روغن او بنيادي آسانيو وركولو  تفصيلي  د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پلاوي مشري د بار ايسوسي ايشن صدر سيد واجد علي ګيلاني وكړه۔د ملاقات په مهال پلاوي  د اسلام آباد هائي كورټ بار د بيلو پرمختيائي پروژو او وكيلانو لپاره د غوره اسانيو ښه  وفاقي وزير خبر كړو۔په دې موقع د بار او بنچ ترمينځه روابط لا قوي كولو٬قانوني څانګه كښې اصلاحات او وكيلانو لپاره د ښه ماحول وركولو په اړه هم خبرې ا وشوې۔د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د وكيلانو ورورولي انصاف وركولو او د قانون بر لاېي كښې كليدي كردار ادا كوي۔په ملاقات كښې  د قانوني څانګې پرمختګ او د بار و بنچ ترمينځه  د موثره مرستې د  عزم پخلے هم وشو۔

مزید خبریں