اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ايندھن بچت او د اضافي کفايت شعاري اقدامات د نګرانۍ و عملدرآمد په اړه د كابينه كمېټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې محمد اسحاق ډار د کفايت شعاري په اقدامات د عملدرآمد د صورتحال جاج واخست او په دې ئې …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايندھن بچت او د اضافي کفايت شعارۍ اقدامات د نګرانۍ و عملدرآمد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ايندھن بچت او د اضافي کفايت شعاري اقدامات د نګرانۍ و عملدرآمد په اړه د كابينه كمېټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې محمد اسحاق ډار د کفايت شعاري په اقدامات د عملدرآمد د صورتحال جاج واخست او په دې ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده زور راوړو چې د موجودہ چيلنجز له مخې ضروري ده چې د حالاتو تر بهترۍ په ټولو څانګو كښې بچت او کفايت شعاري خپله كړې شي۔ د آئي ټي وفاقي وزيرې د کفايت شعارۍ په اقدامات د عملدرآمد نګرانۍ لپاره جوړ كړے شوے ډيش بورډ هم وړاندې كړو۔ نائب وزيرِاعظم زور راوړو چې د کفايت شعارۍ اقدامات څخه استثنيٰ لپاره يوازې ھغه معاملې دې كمېټۍ ته وړاندې كړې شي كومې چې د حكومت او د وخت پابندۍ چارې ترسره كولو لپاره ضروري وي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شزا فاطمه خواجه، مصدق ملك٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د كابينه ډويژن سيکرټري، د نيشنل سکيورټي ډويژن، د پټروليم ډويژن، د پلاننګ ډويژن، د ټولو صوبو چيف سيکرټريز او د اړوندو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو











