آرمي راکټ فورس کمانډ په ځائي كچه جوړ كړے شوے ٬ د جديد ترين فتح-II ميزائل سسټم د تربيې کامياب مشق

پېنډۍ 28 اپرېل (اے پي پي) آرمي راکټ فورس کمانډ په مقامي كچه جوړ كړے شوے٬ د جديد ترين فتح-II ميزائل سسټم د تربيې کامياب مشق وكړے شو ٬ دا ميزائل جديد ترين ايويانکس او نيويګيشنل سهولتونه لري۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د دې تربيې مشق مقصد د ځواكونو تربيه، د بېلو تکنيکي اړخونو توثيق او ښه سمون او …

پېنډۍ 28 اپرېل (اے پي پي) آرمي راکټ فورس کمانډ په مقامي كچه جوړ كړے شوے٬ د جديد ترين فتح-II ميزائل سسټم د تربيې کامياب مشق وكړے شو ٬ دا ميزائل جديد ترين ايويانکس او نيويګيشنل سهولتونه لري۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د دې تربيې مشق مقصد د ځواكونو تربيه، د بېلو تکنيکي اړخونو توثيق او ښه سمون او د بقا زيات شوې صلاحيت لپاره شاملو د بېلو ذيلي نظامونو د كاركردګۍ جاج اخستل وٶ٬ ستراتېژك پلانز ډويژن، آرمي راکټ فورس کمانډ او د پاك پوځ سينئر افسرانو سره سره د ستراتېژك ادارو سائنسمدارو او انجينئرز د دې مشق مشاهده وكړه٬ فورم د فتح سيريز په ځائي كچه د جوړ كړې شوي ميزائل مشق د کاميابې تربيې ستائنې وكړه۔ دغسې صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، د پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او سروسز چيفس د ميزائل په كامياب مشق كښې د كردار لوبوٶنكو ټولو كسانو د تکنيکي پوهې٬ جذبې اوعزم ستائنه وكړه