اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د پاكستان زلمي كاروباري شخصيت صالح آصف ته په نړيواله كاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كولو سره ھغه د پاكستان وياړ وګرځولو۔ وفاقي وزير ووېيل 26 كلنه زلمي اے آئي سټارټ اپ کرسر (اينِي سفيئر) سره تړون لرلو، چا چې نړيوال شهرت لرونكې کمپنۍ سپيس ايکس سره يوه مهمه لوظنامه كړې ده كومه چې د اېلن مسك په …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د پاكستان زلمي كاروباري شخصيت صالح آصف ته په نړيواله كاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د پاكستان زلمي كاروباري شخصيت صالح آصف ته په نړيواله كاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كولو سره ھغه د پاكستان وياړ وګرځولو۔ وفاقي وزير ووېيل 26 كلنه زلمي اے آئي سټارټ اپ کرسر (اينِي سفيئر) سره تړون لرلو، چا چې نړيوال شهرت لرونكې کمپنۍ سپيس ايکس سره يوه مهمه لوظنامه كړې ده كومه چې د اېلن مسك په مشرۍ كښې كار كوي۔ دې كاميابۍ د نړيوالې ټيکنالوجي حلقه جات كښې د پاکستان نامه روښانه كړې ده۔ وفاقي وزير زلمي كاروباري شخصيت صالح آصف له ماركي وركولو سره دا هيله څرګندونه كړه چې د پاكستان نور ځوانان به هم په دې ډول په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كړي۔ د بورډ آف انويسټمنټ جدت ته وده وركول، ځوانان اختيار مند جوړول او پاكستان د نړيوالې سرمايه كارۍ او ټيکنالوجي مركز جوړولو عزم لري











