د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د سينټر آف ايکسي لينس فار آټزم سپيکټرم ډس آرډر د ايډوائزري بورډ غونډه

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د سينټر آف ايکسي لينس فار آټزم سپيکټرم ډس آرډر د ايډوائزري بورډ د غونډې مشري وكړه چرته چې دوي تر اوسه د شوي پېشرفت جاج واخست۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزير اعظم د مرکز مقام ته په حتمي شکل وركولو د …

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د سينټر آف ايکسي لينس فار آټزم سپيکټرم ډس آرډر د ايډوائزري بورډ د غونډې مشري وكړه چرته چې دوي تر اوسه د شوي پېشرفت جاج واخست۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزير اعظم د مرکز مقام ته په حتمي شکل وركولو د اطمينان څرګندونه وكړه او امر ئې وكړو چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ عمل دې لا ګړندے كړے شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د معياري خدمات وركړه دې باوري كړې شي كومې لپاره چې د تربيه لرونكو پوهانو٬ د خاص طرز د تعمير او نړيواله ښه تګلاره خپله كړې شي دغسې چې د آټزم سپيکټرم ډس آرډر په حواله تعليم، علاج او تحقيق باوري كړے شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د تعليم سيکرټري، د صحت سيکرټري ، د خزانې خاص سيکرټري، د اړوند وزارتونو اعلٰې چارواكو د څانګې نورو پوهانو ګډون وكړو