اسلام آباد كښې په وړومبي ځل د يورپين يونين پاكستان بزنس فورم پېل شو

اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف او پاكستان حكومت په مرسته په وفاقي پلازمينه كښې په اولني ځل د اعلی كچې يورپين يونين پاكستان بزنس فورم د نهې په ورځ پېل شو كوم چې دوه اړخيزه معاشي اړيكې مضبوطولو پلو يو مهم سنګ ميل دے۔ په فورم كښې نزدې 1000 سینئر پالیسي جوړونكي ٬ اروپائي او پاكستاني كاروباري لارښود ، سرمایه كارې او مالياتي ادارې ګډون كوي۔ اروپائي ائتلاف …

اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف او پاكستان حكومت په مرسته په وفاقي پلازمينه كښې په اولني ځل د اعلی كچې يورپين يونين پاكستان بزنس فورم د نهې په ورځ پېل شو كوم چې دوه اړخيزه معاشي اړيكې مضبوطولو پلو يو مهم سنګ ميل دے۔ په فورم كښې نزدې 1000 سینئر پالیسي جوړونكي ٬ اروپائي او پاكستاني كاروباري لارښود ، سرمایه كارې او مالياتي ادارې ګډون كوي۔ اروپائي ائتلاف د نړۍ تر ټولو لوي سنګل ماركيټ دے۔ د فورم مقصد مضبوطو تجارتي اړيكو زياتولو سره سرمایه کارۍ ، د ټېکنالوجۍ همكارۍ ٬ جدت او تلپاتي صنعتي پرمختګ ته وده وركول دي۔په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير رائمونډاس کاروبولس د فورم پرانستې غونډې ته خطاب كښې ووئيل اروپائي ائتلاف او پاكستان يو بل سره مضبوطې معاشي اړيكې لري او مونږ په دې وياړ لرو چې اروپائي ائتلاف د پاكستان د برآمدات تر ټولو لويه منډۍ ده۔ په دې موقعه د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب د معیشت بنیادی اشارو ښه كولو ، ډھانچه جاتی اصلاحات او د سباؤن سرمايه كارۍ امكانات زياتولو له په پورته كړو ګامونو ړنا واچوله۔ د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر د پرانستې غونډې ته مهم خطاب وكړو۔ د پرانستې غونډه كښې د اروپائي ائتلاف پاكستان بزنس نېټ ورك جوړولو اعلان هم وكړے شو كوم به چې پاكستان كښې كار كوونكې 300 څخه زياتې اروپائي كمپنۍ په يو پلېټ فارم راجمع كړي۔ هيله ده چې د فورم په مهال نوې ماليتي پروګرامونه او همكارۍ هم لاس ليك شي