اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د چين پاكستان اقتصادی راهدارۍ (سی پېک) لاندې په بلوچستان كښې د روانو او تر سره شوو منصوبو د لارې تر دې دمه 7313 وګړو ته روزګار وركړے شوے او په سباؤن كښې د دې منصوبو لاندې د نورو 10,425 ملازمتونو راپېدا كېدو امكان دے۔ وېلتھ پاكستان ته ترلاسه دستاوېزات كښې وئېلې شوي د سوراب-هوشاب (اېن-85) منصوبې لاندې په مجموعي توګه 101 ملازمتونه راپېدا شول كوم …
د سی پېك منصوبو د لارې بلوچستان كښې 7300 څخه زياتو وګړو ته روزګار وركړے شو ٬ د روزګار 10,425 نورو موقعو رامخې ته كېدو امكان

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د چين پاكستان اقتصادی راهدارۍ (سی پېک) لاندې په بلوچستان كښې د روانو او تر سره شوو منصوبو د لارې تر دې دمه 7313 وګړو ته روزګار وركړے شوے او په سباؤن كښې د دې منصوبو لاندې د نورو 10,425 ملازمتونو راپېدا كېدو امكان دے۔ وېلتھ پاكستان ته ترلاسه دستاوېزات كښې وئېلې شوي د سوراب-هوشاب (اېن-85) منصوبې لاندې په مجموعي توګه 101 ملازمتونه راپېدا شول كوم چې ټول ځايې وګړو ته وركړے شول۔ په ګوادر-هوشاب-آواران-نال (اېم-8) او خضدار-بسیمه منصوبو كښې د ټھېکدارانو د لارې 616 ځائي وګړو ته روزګار وركړے شو۔ د نوکنډی-ماشکیل-پنجګور منصوبې په مهال 82 عارضي ملازمتونه رامخې ته شول۔ په حبکو کول پاور منصوبه كښې 627 كسانو ته روزګار وركړے شو۔ نیو ګوادر انټرنېشنل ایئرپورټ منصوبې سره 107 ملازمتونه راپېدا شول۔ په ګوادر پورټ او فری زون كښې 216 ملازمتونه وركړے شول په كومو كښې چې 214 ځائي وګړو لپاره وو۔ د دستاوېزات له مخې په ایسټ بے اېکسپرېس وے (فېز ون) د كار په مهال نزدې 1,400 كسانو ته روزګار ترلاسه شو په كومو كښې چې 200 ځائي وو۔ د دستاوېزات له مخې په راروانو منصوبو كښې د ملازمت نورو 10,425 موقعو رامخې ته كېدو امكان دے په كومو كښې به چې ځائي وګړو ته پام لرنه كولې شي۔(










