پهلګام پېښه او هندي فالس فلېګ آپرېشنز ٬ د مودي حكومت د چلند په اړه پوښتنې پورته شوې

اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی)د پهلګام له پېښې وروسته د هند رسمي بیانیې، سیاسي اهدافو او فالس فلېګ آپرېشنز په اړه پوښتنې راپورته شوې دي، مبصرين دا د هندي حكومت د چلند دوام ګرځوي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د سياسي څېړنكارو وېنا ده چې پهلګام پېښه په يو داسے وخت كښې رامخې ته شوه كله چې په بهار ایالت کښې ټاكنې نزدې وې۔ د مبصرينو وېنا له مخې دا …

اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی)د پهلګام له پېښې وروسته د هند رسمي بیانیې، سیاسي اهدافو او فالس فلېګ آپرېشنز په اړه پوښتنې راپورته شوې دي، مبصرين دا د هندي حكومت د چلند دوام ګرځوي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د سياسي څېړنكارو وېنا ده چې پهلګام پېښه په يو داسے وخت كښې رامخې ته شوه كله چې په بهار ایالت کښې ټاكنې نزدې وې۔ د مبصرينو وېنا له مخې دا پېښه د آپرېشن سندور جواز لپاره وكارولې شوه۔ سياس تجزيه كارو وئيلي چې ګودي ميډيا جنګي جنون سوا كوي او له كوم دليل پرته په پاكستان تور لګولو سره حكومتي غبرګون پاروي۔ د رپورټس له مخې پېښې څخه سمدستي وروستو په مقبوضه جمو وكشمير كښې ظلم او تشدد زيات شو۔ هندي ميډيا د څلورو مشتبه كسانو عكسونه جاري كړل او مودي حكومت سندھ طاس لوظنامه معطل كولو سره صورتحال لا كړكېچن كړو۔ ددې په مقابله كښې پاكستان سفارتي تګلاره خپله كړه۔ وزیراعظم شهباز شريف په پلټنيو كښې د مرستې كولو پېشكش وكړو او يوازې هندي پوځي سلاكار يۍ ناخوښه شخصيت وګرځولو۔ سېنېټ د متفقه قرارداد د لارې د هندي جارحيت غندنه وكړه۔ مبصرینو وئيلي چې په كنټرول لائن نښتې ٬ د هندي فضائيه ناوړه بمباري ٬ د پولو بندش او اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅې منطقه لا بې ثباته كولې شي۔ بل اړخ ته پاكستان په سفارتي او دفاعي كچه چمتوالې زياتولو سره قومي سلامتيا باوري كولو له اقدامات وكړل۔