اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف باور وركړے چې حکومت به اروپائي ائتلاف سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته ودې وركولو لپاره سنجيده هڅې روانې ساتي٬ ده دا خبره د اروپائي ائتلاف سينئر چارواكو او د اروپا د نوموړو كمپنو كاروباري استازو پشمول پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم هاٶس ميډيا …
حکومت به اروپائي ائتلاف سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته ودې وركولو لپاره سنجيده هڅې روانې ساتي ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف باور وركړے چې حکومت به اروپائي ائتلاف سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته ودې وركولو لپاره سنجيده هڅې روانې ساتي٬ ده دا خبره د اروپائي ائتلاف سينئر چارواكو او د اروپا د نوموړو كمپنو كاروباري استازو پشمول پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ له مخې د پلاوي مشري د اروپائي كمېشن د ډائريکټوريټ جنرل آف انټرنيشنل پارټنرشپس ډائريکټر (ايشيا پيسفک) پيټرس سټبس كوله، په پلاوي كښې د انټرنيشنل پارټنرز يورپين انويسټمنټ بينك ډائريکټر تھوريا تريکي، ايډيډاس نائب صدر مينيول پاؤزر، د ايندرتز نائب صدر کارل شلوګل باؤر او د آئيکيا (آئي کے اي اے) ريجنل ډائريکټر ډائيټر ميټکے هم شامل وو۔ په دې موقع نائب وزير اعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران جام کمال خان، اعظم نذير تارړ، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او هارون اختر خان او په پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ريمنډس کيروبلس هم موجود وٶ۔ وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره د اروپائي ائتلاف په پاکستان بزنس فورم كښې د ګډون مننه وكړه۔ ده ووئيل ائتلاف د پاکستان تر ټولو لويې تجارتي شراكتدار دے او پاكستان څخه د برآمدات د زيات حجم منزل دے۔ د اروپائي ائتلاف د پاکستان بزنس فورم د تابيا ستائنې كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف دا هيله څرګنده كړه چې دا دستوره به د پاکستان او د اروپائي ائتلاف ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته لا ودې وركولو له ډاډګيرنه وكړي۔ ده پلاوي له باور وركړو چې حکومت به اروپائي ائتلا سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته ودې وركولو لپاره سنجيده هڅې روانې ساتي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د اروپائي ائتلاف پلاوې د مېنځني ختيز صوررتحال له امله د تېلو په بيعه كښې د اوسني زياتوالي پشمول د سيمه ايزو چېلنجونو باوجود د معيشت استحکام لپاره د كار روانه ساتلو لپاره د حكومت د پوخ عزم باور وركړو٬ په دې لړ كښې وزيراعظم په خاص توګه د اروپائي ائتلاف كونسل صدر انتونيو کوسټا سره دوه ځله د خپلو ټېلي فوني روابطو ذكر وكړو چې پكښې د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال سره سره د پاکستان او اروپائي ائتلاف اړيكې لا مستحكم كولو لپاره په تګلارو تفصيلي خبرې وشوې٬ په منطقه كښې د امن هلو ځلو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قائدانه کردار ستائنې كولو سره پلاوي د يورپي يونين پاکستان بزنس فورم كوربتوب له په مرسته د حكومت ستائنه وكړه۔ د پلاوي غړو په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ د خپلو تجربو په اړه ووئيل د اروپائي ائتلاف او پاکستان ترمېنځه د توان، مواصلات او د آئي ټي پشمول په بېلو څانګو كښې بي ټو بي اړيكو ته د ودې وركولو قوي امكانات موجود دي










