د پهلګام فالس فلیګ په اړه د هندۍ میډیا د حقائق برعکس د پاکستان خلاف زهرجنه بیانیه بې نقابه شوه

اسلام آباد۔28اپریل (اے پي پي )د پهلګام فالس فلیګ آپریشن نه پس د مودي ګوډاګۍ میډیا خندنۍ او ګمراہ كونكې پروپیګنډا وكړه ۔په جنګي جنون اخته د هند میډیا د پاکستان نه بدل اغستو او د بريد كولو لپاره اشتعال انګیزي خپره كړه۔ د تفصیلات تر مخه د هند میډیا د مودي ناوړه سیاسي عزائم او د د مسلمانانو د دښمنۍ زهر په ټولنه كښې خپرول ۔د هند خبريالانو او …

اسلام آباد۔28اپریل (اے پي پي )د پهلګام فالس فلیګ آپریشن نه پس د مودي ګوډاګۍ میډیا خندنۍ او ګمراہ كونكې پروپیګنډا وكړه ۔په جنګي جنون اخته د هند میډیا د پاکستان نه بدل اغستو او د بريد كولو لپاره اشتعال انګیزي خپره كړه۔ د تفصیلات تر مخه د هند میډیا د مودي ناوړه سیاسي عزائم او د د مسلمانانو د دښمنۍ زهر په ټولنه كښې خپرول ۔د هند خبريالانو او د چارواكو د میټنګ دننه قيصو د هند د امنيت ناکامي رامخې ته كړه ،د هند میډیا د صحافتي اقدارو يو خواته كولو نه پس د منصوبه بندۍ تر مخه د پاکستان خلاف منفي بیانیه وړاندې كړه ۔ د مقبوضه کشمیر او هند اولس هم د پهلګام ډرامه د مودي يو سازش ګرځولو سره بيخي مسترد کړو ۔د نړيوالو پوهانو تر مخه د هند ګوډاكۍ میډیا د جنګ سنجیدہ ماحول كښې تاو تريخوالي او ریټنګ لپاره په لاهور پورټ د بريد غوندې خندنۍ ادعاګانې وكړې ۔ دغسې د آپریشن سندور تر مخه د هند میډیا غیر ذمه وارہ او بې بنسټه طرزِ عمل نړۍ د صحافتي اصولو خلاف وګرځولو۔