چانګشا 27 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او چين ترمېنځه د سمندر اوبه د استعمال وړ جوړولو ٬ زرعي ټيکنالوجي او د چائے په څانګه كښې د مرستې په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك وشو چې پكښې صدر آصف علي زرداري په خاص توګه دستوره كښې ګدون وكړو ۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د چين د هونان ولايت په چانګشا …
د پاکستان او چين ترمېنځه د سمندر اوبه د استعمال وړ جوړول, ٬ زرعي ټيکنالوجي، د چائے په څانګه كښې د مرستې په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك٬ د صدر آصف علي زرداري په دستوره كښې په خاص توګه ګډون

مزید خبریں
چانګشا 27 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او چين ترمېنځه د سمندر اوبه د استعمال وړ جوړولو ٬ زرعي ټيکنالوجي او د چائے په څانګه كښې د مرستې په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك وشو چې پكښې صدر آصف علي زرداري په خاص توګه دستوره كښې ګدون وكړو ۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د چين د هونان ولايت په چانګشا ښار كښې په اېم او يوز د لاسليك دستوره وشوه چې پكښې صدر آصف علي زرداري په خاص توګه ګډون وكړو۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د چين د هونان ولايت په چانګشا ښار كښې په اېم او يوز د لاسليك دستوره وشوه ٬ مفاهمتي ياددښتونه په اهمو څانګو كښې عملي مرستې ته وده وركولو لپاره د كوټلې هلو ځلو عكاسي كوي٬ وړومبې مفاهمتي ياددښت د سندھ د محکمه بلديات او د اوشيئن انوائرمنټل ټيکنالوجي ګروپ ترمېنځه لاسليك شو چې له مخې به ئې د كراچۍ ښار ته اضافي اوبه وركولو لپاره د سمندر اوبه خوږې كولو لپاره په منصوبه كښې مرسته كولې شي٬ په اېم او يو د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام مېمن او د لوشيئن انوائرمنټل ټيکنالوجي ګروپ د پارټي برانچ سېکرټري او چيئرمين يو هوئي لاسليك كړو٬ دوېم يادښت د سندھ د محکمه بلديات او لانګ پن هائي ټېک انفارمېشن کمپنۍ ترمېنځه په زرعي ټيکنالوجۍ كښې مرستې لپاره و كوم چې هم سنيئر وزير شرجيل انعام ميمن او د چين کمپنۍ چيئرمين چن ژي شين لاسليك كړو٬ درېم مفاهمتي ياددښت د چايو په څانګه كښې د مسکے اينډ فيمټي ټريډنګ کمپنۍ، هونان ټي ګروپ او د جيالونګ انټرنيشنل ټيکنالوجي (هينان) ترمېنځه لاس ليك شو۔ كوم چې د پاکستان لخوا سينيټر سليم مانډوي والا او د هونان ټي ګروپ پارټي سيکرټري و چيئرمين ژو چونګ وانګ او هينان جيالونګ انټرنيشنل ټريډټيکنالوجي چيئرمين هائو جياولونګ لاسليك كړو۔ د سندھ وزيراعلی د سرمايه كارۍ و پبلك پرائيويټ پارټنر شپ منصوبو خاص مرستيال قاسم نويد قمر، د سندھ چيف سيکرټري علي حسن بروهي او په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي هم په دې موقع موجود ٶ۔










