جي سي يونيورسټي د عظيم علمي، فكري و تاريخي روايت امين درسګاه ده، د نوو چيلنجونو مخنيوي لپاره جديد تعليم او عملي لارښودني ته اړټيا ده۔سيد يوسف رضا ګيلاني

لاهور 26 اپرېل (اے پي پي) د لنډمهاله صدرِ سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ګورنمنټ كالج يونيورسټي لاهور د عظيم علمي، فكري او تاريخي روايت امين درسګاه ده،نوې نسل ته خپلي تجربي منتقل كولو لپاره اولډ راوينز ايسوسي ايشن تر سيوري لاندې كوټلے مينټور شپ نيټ ورك جوړول د وخت مهم ضرورت دے،نوو چيلنجونو مخنيوي لپاره جديد تعليم او عملي لارښودني ته اړتيا ده،نړۍ تندۍ سره بدليږي او مونږ …

لاهور 26 اپرېل (اے پي پي) د لنډمهاله صدرِ سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ګورنمنټ كالج يونيورسټي لاهور د عظيم علمي، فكري او تاريخي روايت امين درسګاه ده،نوې نسل ته خپلي تجربي منتقل كولو لپاره اولډ راوينز ايسوسي ايشن تر سيوري لاندې كوټلے مينټور شپ نيټ ورك جوړول د وخت مهم ضرورت دے،نوو چيلنجونو مخنيوي لپاره جديد تعليم او عملي لارښودني ته اړتيا ده،نړۍ تندۍ سره بدليږي او مونږ له به د نړۍ تقاضو له مخې كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ يو ځائې هوټل كښې اولډ راوينز ايسوسي ايشن د سيوري لاندي كلني ميلمستيا 2026 ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔په دې موقع د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ، منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال،د اوبو وسائلو وفاقي وزير معين وټو، ايسوسي ايشن جنرل سيكرټري شهباز احمد شيخ او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو اولډ راوينز ګڼ شمير كښې موجود وو۔ لنډمهاله صدر ووئيل زه په دې دستوره كښې د كومي سركاري چوكۍ په ځائې د يو اولډ راوين په توګه ګډون كوم او د دې ادارې سره تړون زما لپاره د د هر يو منصب څخه زيات دې۔ده د يو نامتو فارسي كهاوت حواله وركولو سره ووئيل څوك چې درياب څخه اوځي هغه بيرته درياب ته راځي او نن زه دا محسوسوم چې زه خپل درياب ته بيرته راغلې يم۔ده ووئيل په دې لارو كښې كله به مونږ خندل،دې لانز كښې چرته به چې مونږ د نړۍ د بدلولو خوبونه ليدل،دې عظيم ادارے كښې كومي چې نه يواځې زمونږ كيريئر بلكه زمونږ شخصيت هم جوړ كړې۔ده اولډ راوينز ايسوسي ايشن هڅي ستائلو سه ووئيل دې ډول دستورو سره پخواني اړيكو ته نوې ژوند ترلاسه كيږي او ادارې سره تړون قوي كيږي۔ده دعا اوكړه چې جي سي يو لاهور سباؤن كښې هم د علم و قيادت مركز وي۔ده د خپلي وينا په آخر د پاكستان پائنده باد غږ پورته كړو۔دستوره كښې اولډ راوينز ايسوسي ايشن جنرل سيكرټري شهباز احمد شيخ د ګډون كونكو هركلے وكړو دغسې نائب صدر شيرين اسد د ډپټي وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار پيغام واورولو۔په آخر كښې سينر نائب صدر سرفراز احمد د ګډون كونكو مننه وكړه۔ګډون كونكو په دې موقع د خپل زاړه يادونه تازه كړل او يو بل سره ئې ملاقاتونه وستائيل۔دستوره په يو ښه چاپيرچل كښې پائې ته ورسيده دغسې ګډون كونكو د دې عزم څركڼدونه وكړه چې د خپلي ادارې سره تعلق به لا قوي كوو او د دې په پرمختګ كښې به كردار ترسره كوو۔

مزید خبریں