د پيټرول بيعي په مستقل توګه قابو ساتلو لپاره نړيوالو شخړو هوارولو ته اړتيا ده۔وفاقي وزير علي پرويز ملك

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په دې خبره زور راوړے چې د نړيوالو شخړو هوارې لټول د د پيټرول بيعي په مستقل توګه قابو كښې ساتلو له ضروري دې ، پاكستان كښې د تيلو وركول محفوظ دې، د دې برعكس په هند كښې وګړي په پيټرول پمپس د اوږدو قطارونو او كمي سره مخ دي۔يوې ځائې ورځپاڼي سره خبرو كښې علي …

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په دې خبره زور راوړے چې د نړيوالو شخړو هوارې لټول د د پيټرول بيعي په مستقل توګه قابو كښې ساتلو له ضروري دې ، پاكستان كښې د تيلو وركول محفوظ دې، د دې برعكس په هند كښې وګړي په پيټرول پمپس د اوږدو قطارونو او كمي سره مخ دي۔يوې ځائې ورځپاڼي سره خبرو كښې علي پرويز ملك ووئيل د تيلو بيعي مستحكم ساتلو او ماركيټ كښې توازن برقرار ساتلو له هڅي كوو۔ده زور راوړو چې د نړيوالو شخړو له امله معاشي فشار سره مخ د هند په شان ځيني هېوادونو په مقابل كښې صورتحال نسبتاً ښه دے۔ده د وزيرِاعظم، فيلډ مارشل او نائب وزيرِاعظم قيادت ستائيلو سره د هغوي د فعاله اقدامات ستائينه وكړه او د توان تحفظ او معاشي استحكام باوري كولو كښې ئې د هغوي هلي ځلي د ستائني وړ وګرځولې۔ وفاقي وزير دا هم واضحه كړه چې پاكستان د آئي اېم اېف سره يوه معاهده لري د كومي پاسدارۍ ته چې اړتيا ده او په هغې په عمل درآمد كښې ناكامي د هېواد معيشت لپاره د سختو نتيجو سبب ګرځيدلې شي۔وفاقي وزير ووئيل دې ډول تاؤ ترېښوالي ختمولو سره سره نور جغرافيائي سياسي مسئلو حل هم د تيلو بيعو كښې د اوږدې مودې استحكام لپاره ضروري دې۔د يوې پوښتني په ځواب ده د اوګرا جاري ډيجيټلائزيشن عمل او پيټروليم څانګه كښې كاركردګي او شفافيت ښه كولو لپاره د نور ډي ريګوليشن په حاجت رڼا واچوله۔ وفاقي وزير زور راوړو چې دا اصلاحات د ښه طرزِ حكمرانۍ او تيلو تقسيم نظام مؤثره كولو له مهم دې۔

مزید خبریں