مدینه منورہ 25 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان څخه سعودي عرب ته د حج پروازونو سلسله د كوم تعطل نه غير روانه ده او د حج آپرېشن وړومبنو 7 ورځو په مهال په مجموعی توګه 15 زره حج كوونكي مدینې منورې ته رسيدلي دي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د خالي په ورځ هم حج آپریشن په ښه ډول روان ؤ ، چې پكښې د نورو 8 پروازونو …
د پاکستان څخه سعودي عرب ته د حج پروازونو سلسله روانه ده، په مجموعی توګه 15 زره حج كوونكي مدینې منورې ته ورسيدل

مزید خبریں
مدینه منورہ 25 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان څخه سعودي عرب ته د حج پروازونو سلسله د كوم تعطل نه غير روانه ده او د حج آپرېشن وړومبنو 7 ورځو په مهال په مجموعی توګه 15 زره حج كوونكي مدینې منورې ته رسيدلي دي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د خالي په ورځ هم حج آپریشن په ښه ډول روان ؤ ، چې پكښې د نورو 8 پروازونو د لارې 22 سوه پاکستاني حج كوونكي به مديني منوري ته ورسي۔وياند ووئيل د حج كوونكو خذمت او لارښودني لپاره تر اوسه د مذهبی چارو وزارت 80، د حج میډیکل مشن 50 او 134 نور سول ملازمان د خدام الحجاج په حيث سعودی عرب ته رسيدلي دي او خپل فرائض ترسره كوي۔ مدینه منورہ كښې حج كوونكو له ښه سهوليات وركولو لپاره مین کنټرول آفس، د هوائي ميدان عمله ، خوراك ، استوګنه، ټرانسپورټ او دکال سینټر پشمول ټولي څانګي 24 ساعته فعاله وي۔وياند ووئيل تر اوسه 4 زره 611 پاکستانو حج کوونكو د ریاض الجنہ زیارت كړے۔ دې سره سره د شكايات څانګې عمله هم كار كوي۔ مدینه منورہ كښې پاتي كيدو په اړه مهم پیش رفت دا دے چې هلته رسيدونكې وړومبۍ ډله د خپلې 8 ورځنۍ مودې پوره كولو نه پس نن مکې مکرمې ته ځي۔ مکې منورې ته د تللو ، د ریاض الجنہ زیارت او د نورو انتظامي چارو څارني لپاره ټولي اړوندي څانګي 24 ساعته خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔










