د موسمياتو محکمې د هېواد بېلو برخو كښې ممكنه موسمی خطرو ترمخه الرټ جاري كړو

پينډۍ 24 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتو محکمې د هېواد په بېلو برخو كښې د ممکنه موسمی خطرو ترمخه الرټ جاري كړې۔ نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډي اېم اے) له مخې تر 5 مئی د زياتي ګرمۍ اندېښنه ده،په خاص توګه مينځني پنجاب او د خېبر پښتونخوا په ځيني سيمو كښې درجه حرارت كښې غیر معمولی اضافه امكان لري۔این ډي اېم اے د 24 نه تر 29 اپرېل …

پينډۍ 24 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتو محکمې د هېواد په بېلو برخو كښې د ممکنه موسمی خطرو ترمخه الرټ جاري كړې۔ نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډي اېم اے) له مخې تر 5 مئی د زياتي ګرمۍ اندېښنه ده،په خاص توګه مينځني پنجاب او د خېبر پښتونخوا په ځيني سيمو كښې درجه حرارت كښې غیر معمولی اضافه امكان لري۔این ډي اېم اے د 24 نه تر 29 اپرېل په مهال ممکنه موسمی صورتحال څخه هم خبر كړې،چې له مخې په 24، 25 او 29 اپرېل د پنجاب بالائی او مينځني ضلعو كښې د طوفان سره د باران امكان دے۔ این ډي اېم اے وګړو ته سپارښتنه كړي چې د ورځي په وخت غیر ضروری ګرځيدو څخه ډډه وكړي،زياتو اوبو استعمال وكړئ او احتیاطی تدابیر اختیار کړئ۔اتھارټی اړژندو ادارو ته هيټ ویو پلان فعالولو ، کولنګ سینټرو جوړولو او روغتونونه هائي الرټ كولو سپارښتنه هم كړي دغسې ټولو صوبائی او ضلعی ادارو ته د ممکنه موسمی صورتحال مخنيوي لپاره چمتو پاتي كيدو سپارښتنه هم شوي۔

مزید خبریں