اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې خبرو اترو او مرستي ته د وده وركولو او د شخړو امناكه حل لپاره د غیر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتیا لپاره خبرو اترو او سفارت کارۍ ته وده وركوي،منطقه كښې د پاکستان د ثالثۍ هڅي هم د دغې اصولو ترمخه دي۔د …
پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خبرو اترو او سفارت کارۍ ته وده وركوي۔وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې خبرو اترو او مرستي ته د وده وركولو او د شخړو امناكه حل لپاره د غیر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتیا لپاره خبرو اترو او سفارت کارۍ ته وده وركوي،منطقه كښې د پاکستان د ثالثۍ هڅي هم د دغې اصولو ترمخه دي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د ګڼ اړخيزه او سفارت کارۍ د لارې د امن نړيوالي ورځ په موقع جاری پیغام كښې وزیراعظم ووئيل امن لپاره د ګڼ اړخيزه او سفارت کارۍ نړيوالي ورځ په موقع حکومت د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې خبرو اترو ،مرستې او د شخړو امناكه هواري لپاره د يو غير متزلزل عزم پخلے كوي، په داسې وخت كښې كله چې نړيواله ورورولي د كړكيچنو چیلنجونو سره مخ ده، پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د خبرو اترو او سفارت کارۍ لاري ته وده وركوي۔ده ووئيل منطقه كښې د پاکستان د ثالثۍ رواني هڅي هم د دغه اوصولو له مخې دي، پاکستان به د ملګرو ملتونو چارټر سره د خپل مستقل تړون، د امن خوښۍ او نړيوالي مرستي په لارښودنه كښې اختلافات ختمولو او سيمه ايز او نړيوال امن او همغږۍ زياتولو تعمیری کردار ترسره كوي۔










