ملګري ملتونه 24 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه كړي چې د هند د اړخه د 1960 تاريخي سندھ طاس لوظنامې معطل كيدو نوټس واخلي او هغه په سمدستي توګه بحالولو كښې کردار ترسره كړي۔پاکستان خبردارے وركړے چې د لوظنامې معطل كيدو سره د منطقې 240 مليونه څخه زياتو وګړو ته د سلامتيا، ماحولياتي او انساني بحران پيدا كيدے شي۔ نائب وزيراعظم و خارجه …
پاکستان د سلامتي کونسل څخه د سندھ طاس لوظنامې بحالولو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 24 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه كړي چې د هند د اړخه د 1960 تاريخي سندھ طاس لوظنامې معطل كيدو نوټس واخلي او هغه په سمدستي توګه بحالولو كښې کردار ترسره كړي۔پاکستان خبردارے وركړے چې د لوظنامې معطل كيدو سره د منطقې 240 مليونه څخه زياتو وګړو ته د سلامتيا، ماحولياتي او انساني بحران پيدا كيدے شي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د سلامتي کونسل موجوده صدر بحرين مندوب ته يوه چيټۍ لېږلي ،چې پكښې د هند پريكړه “غير قانوني” ګرځولې شوي او په دې د سختي اندېښنې څرګندونه شوي۔دغه چيټۍ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل صدر ته وړاندې كړي۔پاکستان غوښتنه كړي چې هند دې د اوبو په معاهدے د بشپړه عملدرآمد، ډيټا شيئرنګ او مرستي په بحالولو مجبور کړې شي او كوم هم د اوبو دباؤ پاليسۍ څخه دې منع كړې شي۔د پاکستان نمائنده سلامتي کونسل ته دا هم وئيلي چې د هند د اړخه بے بنسټه تورونو او ډنډورو سلسله روانه ده ٬ كوم چې سيمه ايز امن لپاره خطر دے۔










