اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فليګ آپريشن په وجه يو اړخيزه او اشتعال انګيزه اقدامات په ځواب كښې د پاکستان لخوا د خپل فضائي حدود بنديز سره هند ته لوئ مالي زيان رسيدلې۔د کشمير ميډيا سروس له مخې د پاکستاني فضائي حدود بنديز سره د هند پروازونو ته اضافي وخت او د ورځي خرڅ كښې په لكهونو ډالره زيان رسي،د هند څخه امريکې او اروپا …
د پاکستان لخوا د خپل فضائي حدود بنديز د هند لپاره لوئ زيان دے

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فليګ آپريشن په وجه يو اړخيزه او اشتعال انګيزه اقدامات په ځواب كښې د پاکستان لخوا د خپل فضائي حدود بنديز سره هند ته لوئ مالي زيان رسيدلې۔د کشمير ميډيا سروس له مخې د پاکستاني فضائي حدود بنديز سره د هند پروازونو ته اضافي وخت او د ورځي خرڅ كښې په لكهونو ډالره زيان رسي،د هند څخه امريکې او اروپا ته تلونكي پروازونه اوږدې لاري او ګران روټ استعمالوي۔پاکستان حدود بنديز له امله اوږد روټ د هند پروازونو لاره كښې د نورو هېوادونو څخه ري فيولنګ هم كوي،د پاکستاني فضائي حدود بنديز سره د هند ايئرلائنز ته د كال 800 مليونه ډالره زيان رسي۔پوهانو وئيلي هند د پاکستان په ضد خپل غير منطقي اقدامات نتيجو سره مخ كيږي او هغوي ته لوئ معاشي زيان رسيږي،د پاکستان فضائي حدود بنديز كښې پراختيا سره د هند ايئر لائنز د څو هېوادونو روټ ختم كړې،د هند د اړخه پورته شوي اقدامات په ځواب كښې د پاکستان ردعمل هغه د يو ذمه واره رياست په توګه وړاندې كوي۔










