اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د 22 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي اهلكارو او قانون نافذ کونكو ادارو پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير وئيلي دي د فتنه الخوارج 22 ترهه ګرو په وژلو قام خپلو ميړنو سپاهيانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ بهادر امنيتي اهلكار او قانون نافذ کونكي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په خېبر كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په کاميابه آپريشن امنيتي اهلكارو او د قانون نافذ کونكو ادارو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د 22 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي اهلكارو او قانون نافذ کونكو ادارو پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير وئيلي دي د فتنه الخوارج 22 ترهه ګرو په وژلو قام خپلو ميړنو سپاهيانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ بهادر امنيتي اهلكار او قانون نافذ کونكي اداري د فتنه الخوارج ترهه ګرو ختمولو له لوظي دي۔ محسن نقوي ووئيل قوم په خپلو ځواكونو فخر كوي، انشاء الله د قوم په ملاتړ به د فتنه الخوارج ترهه ګرو بشپړه خاتمه وكړې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د ترهه ګرو په ډزو كښې شهيد شوې 10 كلن ماشوم كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔










