اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي ) د بلوچستان وګړو د افغان كډوالو د كوربه توب په بدل پاکستان سره دښمني يو د نه زغملو وړ عمل ګرځولے دے ۔ بلوچستان کښې د افغانانو جوړ كلي پاکستان كښې د افغانانو د څلوېښت كاله مخلصانه كوره توب مثالونه دي ۔ د بلوچستان وګړو د افغان طالبانو د احسان فراموشۍ په اړه خبرو كښې ووئېل پاکستان په كلونو د افغان كډوالو د زړه …
د افغان كډوالو د كوربه توب په بدل پاکستان سره دښمني د زغملو وړ نه ده
اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي ) د بلوچستان وګړو د افغان كډوالو د كوربه توب په بدل پاکستان سره دښمني يو د نه زغملو وړ عمل ګرځولے دے ۔ بلوچستان کښې د افغانانو جوړ كلي پاکستان كښې د افغانانو د څلوېښت كاله مخلصانه كوره توب مثالونه دي ۔ د بلوچستان وګړو د افغان طالبانو د احسان فراموشۍ په اړه خبرو كښې ووئېل پاکستان په كلونو د افغان كډوالو د زړه نه كوربتوب په خواخوږۍ او د ورورولۍ په جذبه كړے دے ،پاکستان په سختو حالاتو كښې افغان وګرو ته نه يوازې پناہ وړكړې بلكې دوي ته يې استوګنه ، تعلیم او د روزګار سهولیات هم وركړي ۔وګړو ووئېل د پاکستان اولس د خپل اولاد د خلې نه نمړۍ د دوي د اولاد په خله كښې اچولې ،افغان طالبان رجیم د پاکستان د دې خلوص په بدل دلته ترهه ګرۍ ته وده وركړه ، افغان طالبان د امن لپاره د ګامونو په ځائے ترهه ګرو له په پناہ وركولو كښې بوخت دي ۔ده ووئېل د بلوچستان وګرو د اړخه په افغان طالبان رجیم زياتېدونكې تنقيد څخه واضحه كېږي چې اولس د دغه ټولي د ترهه ګرۍ څخه نور تنګ شوے دے ۔











