اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)وفاقي حكومت د اسلام آباد سيف سټي پراجيكټ د كار دائره پراخه كولو سره دا په بشپړه توګه په "كيپټل سمارټ سټي"بدلولو پريكړه كړې ده چې له مخې به يې وفاقي پايه تخت كښې پوليسنګ٬ټرافېك او د د ښاريو آسانيو ټول نظام به يو ډيجيټل پليټ فارم ته منتقل كړے شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سيف سټي هيډكوارټر دوره وكړه او …
اسلام آباد سيف سټي په “كيپټل سمارټ سټي”د بدلولو پريكړه٬داخله وزير د مئي تر 30مه نيټې وخت وركړو
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)وفاقي حكومت د اسلام آباد سيف سټي پراجيكټ د كار دائره پراخه كولو سره دا په بشپړه توګه په “كيپټل سمارټ سټي”بدلولو پريكړه كړې ده چې له مخې به يې وفاقي پايه تخت كښې پوليسنګ٬ټرافېك او د د ښاريو آسانيو ټول نظام به يو ډيجيټل پليټ فارم ته منتقل كړے شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سيف سټي هيډكوارټر دوره وكړه او د يوې غونډې غونډې مشري يې وكړه چې پكښې د منصوبې په فيز ټو د شوې پېشرفت جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې داخله سېكرټري خرم آغا٬د ايف آئي اے ډي جي٬ د اسلام آباد آئي جي او ډي جي سيف سټي پشمول نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د غونډې په مهال د سيف سټي هيډكوارټر نوې ډيزائن منظوري وركړه او هدايت يې وكړو چې تر 30مئي د فيز ټو ټول كار بشپړ كړئ۔ده ووئيل د اسلام آباد سنټرل كمانډ اينډ كنټرول سسټم به اپ ګريډ كولې شي دغسې چې د ټرافېك منيجمنټ او كرائم كنټرول لپاره تر ټولو جديدې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړې شي ۔د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي داخله وزير ته بريفنګ كښې ووئېل په فيز ټو تراوسه 75 فيصد كار بشپړ كړے شوے ۔په ټول ښار كښې 152 كلوميټر اوږد فائبر آپټك كيپل غزولے شوے ۔د جديد كيمرو او مانيټرنګ سسټم تنصيب تر سره كېدونكے دے او د 20 مئي څخه به ټيسټنګ پېل شي۔په دې موقع محسن نقوي ووئېل د وګړو تحفظ او آسانيو لپاره ټول وسائل كارولې كيږي۔ده واضحه كړه چې د ټاكلي مودې دننه د منصوبې بشپړېدل په هر صورت باوري كړئ دغسې چې اسلام آباد د نړيوال معيار محفوظ او سمارټ ښار جوړ شي۔











