وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي په خورفکان بندرځاۓ كښې د وګړو په ژوبل كېدو د تشويش څرګندونه وكړه

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات (يو اے اي) په خورفکان بندرځاۓ كښې په رامخې ته شوې پېښه د تشويش څرګندونه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې وګړي ژوبل شوي چې پكښې د پاكستان وګړو هم شامل دي۔ وزيراعظم د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې په پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم …

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات (يو اے اي) په خورفکان بندرځاۓ كښې په رامخې ته شوې پېښه د تشويش څرګندونه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې وګړي ژوبل شوي چې پكښې د پاكستان وګړو هم شامل دي۔ وزيراعظم د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې په پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت د وګړو هر ډول مرستې لپاره د متحده عرب امارات چارواكو سره پرله پسې په تماس كښې دے۔ ده په دې پېښه د پاكستان لخوا د متحده عرب امارات وروڼو سره د يووالي څرګندونې سره په منطقه كښې تحمل، په تاٶ تريخوالي كښې كمي او د صورتحال د لا خرابېدو په مخه نيولو زور رواړو۔