د مسيحي ورورولۍ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې خذمات د قدر وړ دي۔ سينيټره روبينه خالد

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سينيټري روبينه خالد مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مبارکي وركولو سره وئيلي دي ايسټر د ميني ، قربانۍ او اميد پيغام وركوي۔د ايسټر په موقع د بي آئي اېس پي د اړخه جاري شوې بيان له مخې سينټري روبينه خالد ووئيل پاکستان كښې د ټولو مذهبونو مننونكو ته يو برابر حقونه ترلاسه …

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سينيټري روبينه خالد مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مبارکي وركولو سره وئيلي دي ايسټر د ميني ، قربانۍ او اميد پيغام وركوي۔د ايسټر په موقع د بي آئي اېس پي د اړخه جاري شوې بيان له مخې سينټري روبينه خالد ووئيل پاکستان كښې د ټولو مذهبونو مننونكو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي۔دي ووئيل مسيحي ورورولي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔سينټري روبينه خالد ووئيل شريك احترام، روادارۍ او همغږۍ ته وده وركول د وخت ضرورت دې۔دې ووئيل بے نظير انکم سپورټ پروګرام د فرق نه غير د مستحقينو خدمت روان ساتلې دې ،د اقليتونو د حقونو تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي۔دې ووئيل ايسټر مونږ ته د انسانيت، خدمت او ورورولۍ درس راكوي۔سينټري روبينه خالد ووئيل آئينِ پاکستان ټولو وګړو له د مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي،هېواد كښې امن، اتحاد او پرمختګ لپاره به ټولو په ګډه كردار ترسره كول وي۔