نائب وزيرِاعظم اسحاق ډار داتا دربارکا ته لاړو،د پرمختيائي منصوبے بشپړولو سپارښتنه

لاهور 05 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم محمد اسحاق ډار وئيلي دي حضرت داتا ګنج بخش د صوفيانه تعليمات امن، روادارۍ او روحاني رڼا پيغام وركړي، لاهور كښې د هغه مزارِ اقدس د روحاني لارښودني يو روښانه مينار دے، چرته چې هر كال ګڼ شمير عقيدت مند حاضري كوي۔ده دا خبري په مزار د حاضري کولو په موقع وكړي،چرته چې پنجاب سيکرټري/ اوقاف چيف ايډمنسټريټر ډاکټر احسان بھټه او …

لاهور 05 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم محمد اسحاق ډار وئيلي دي حضرت داتا ګنج بخش د صوفيانه تعليمات امن، روادارۍ او روحاني رڼا پيغام وركړي، لاهور كښې د هغه مزارِ اقدس د روحاني لارښودني يو روښانه مينار دے، چرته چې هر كال ګڼ شمير عقيدت مند حاضري كوي۔ده دا خبري په مزار د حاضري کولو په موقع وكړي،چرته چې پنجاب سيکرټري/ اوقاف چيف ايډمنسټريټر ډاکټر احسان بھټه او داتا دربار ايډمنسټريټر محمد علي خان د هغه هركلے وكړو۔په دې موقع ډاکټر احسان بھټه هغه له د مزار د توسيع او ښكلا په روانې منصوبے تفصيلي بريفنګ وركړو۔نائب وزيرِاعظم د پنجاب حکومتِ او په خاص توګه د وزيرِ اعلیٰ مريم نواز او چيف سيکرټري زاهد اختر زمان دا تاريخي منصوبه وستائله او دا ئې يو بصيرت افروز او عوام دوست اقدام وګرځولو۔ده د ډاکټر احسان بھټه محنت، قوي نګرانۍ نظام او منصوبه په هنګامي بنيادونو مخ په وړاندې بوتللو انداز هم وستائلو او اوقاف محکمې د اړخه ئې د دې مقدس ځائې روحانيت و تقدس برقرار ساتلو سره جديد سهولياتوركولو عزم د ستائنې وړ وګرځولو۔ده د پرمختيائي كارونو رفتار ، اعلیٰ معيار او په كوټلې منصوبه بندۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او اړوندو ادارو ته ئې سپارښتنه وكړه چې كار نور هم تند كړي او جولائي مياشت كښې كيدونكې عرس څخه وړاندې دا منصوبه بشپر شي۔په دې موقع د اوقاف سيکرټري و انتظاميې سره اسحاق ډار فاتحه خواني وكړه او د هېواد پرمختګ ، اتحاد و استحکام لپاره ئې خصوصي دعاګاني وكړي۔