اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف مسیحی ورورولۍ له په ایسټر تهوار مباركي وركولو سره وئيلي دي د ټولو وګړو او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حکومت پام لرنه كوي،د نړۍ موجودہ تاؤ ترېښوالي حالاتو كښې ټولو مذهبونو د امن تعلیم و ترغیب نور هم اهمیت اختیار کړې دے۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه …
د ټولو وګړو او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حکومت پام لرنه كوي۔وزیراعظم شهباز شریف د مسیحی ورورولۍ په مذهبی تهوار ایسټر پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف مسیحی ورورولۍ له په ایسټر تهوار مباركي وركولو سره وئيلي دي د ټولو وګړو او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حکومت پام لرنه كوي،د نړۍ موجودہ تاؤ ترېښوالي حالاتو كښې ټولو مذهبونو د امن تعلیم و ترغیب نور هم اهمیت اختیار کړې دے۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل د ایسټر خوشحالو په موقع د پاکستان اولس او حكومت د اړخه د ټولي نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې مېشته مسیحی ورورولۍ له مباركي وركوم۔ د هېواد ټولو وګړو ته دې دا خوشحالۍ مباركي شي،مونږ دعا كوو چې د خوشحالو دا ورځ مسیحی ورورولۍ،زمونږ د هېواد او ټولي نړۍ لپاره د امن و استحکام او سوكالۍ زيرے راوړي۔ده ووئيل د نړۍ موجودہ تاؤ ترېښوالي حالاتو كښې ټولو مذهبونو د امن تعلیم و ترغیب نور هم اهمیت اختیار کړې دے، ایسټر د كوم هم مذهبی تهوار په شان د ټول انسانیت لپاره د ميني ، امید نو ، قربانۍ و بحښني ، امن و روادارۍ، ورورولۍ په شان مثبت اقدار او سماجی او مذهبونو ترمينځه همغږۍ پیغام دے۔ ده ووئيل د پاکستان مسیحی ورورولي ټولو څانګو كښې فعاله کردار ترسره كوي،ټول وګړي او په خاص توګه د اقلیتونو مذهبی، معاشی، تعلیمی حقونو تخفظ ته حكومت پام لرنه كوي،ټولو وګړو لپاره يو ډول موقعې او د حقونو تخفظ عزم بنیاد په اسلامی تعلیمات، قائداعظم محمد علی جناح په نظریات او د آئین پاکستان په ضمانت قائم دې۔ ده ووئيل راځئ چې په دې ورځ لوظ وكړو چې ټول قامونه يو موټې كيدو سره به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل تعمیری کرادر ترسره كوو۔











