د بلوچستان اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمان د ډسټركټ ايجوكېشن آفس ګوادر دوره

كوئټه۔ 30 مارچ (اے پي پي) د جماعت اسلامي بلوچستان امير او د صوبائي اسمبلۍ غري مولانا هدايت الرحمان بلوڅ ته د ډسټركټ ايجوكېشن آفس ګوادر دورې كولو په مهال د كال 2026 په سكولونو كښې د داخلو كمپائن په اړه ډسټركټ ايجوكېشن آفيسر بريفنګ وركړو۔ بريفنګ كښې په ګرد ګوادر كښې د داخلو په شته صورتحال ٬ په پیښو چېلنجونو او د كوچنيانو سكولونو ته د كیښنولو لپاره په …

كوئټه۔ 30 مارچ (اے پي پي) د جماعت اسلامي بلوچستان امير او د صوبائي اسمبلۍ غري مولانا هدايت الرحمان بلوڅ ته د ډسټركټ ايجوكېشن آفس ګوادر دورې كولو په مهال د كال 2026 په سكولونو كښې د داخلو كمپائن په اړه ډسټركټ ايجوكېشن آفيسر بريفنګ وركړو۔ بريفنګ كښې په ګرد ګوادر كښې د داخلو په شته صورتحال ٬ په پیښو چېلنجونو او د كوچنيانو سكولونو ته د كیښنولو لپاره په ګامونو مولانا هدايت په تفصيلي توګه خبر كړے شو۔ په دې مهال د صوبائي اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمان د زده كړو ودې ته د پام لرنې كولو سره اوړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د نوي كال د داخلو كمپائن موثر او ګټور جوړ كړئ ٬ دغسې چې كوم هم كوچنے د زده كړو څخه محروم پاتي نشي۔ ده عزم څرګند كړو چې د زده كړو لپاره به هر ممكن مرسته روانه ساتلې شي ۔ په دې موقع ده د ګوادر ضلعې په اولس زېرے وكړو چې د هغه په موثره هلو ځلو د بلوچستان ايجوكېشن فاونډېشن په ګوادر ضلع كښې د نورو 20 خونځيو د پراسنتلو پركړه كړې ده۔

مزید خبریں