كوئټه 26 مارچ (اے پي پي) د بلوجستان سرمايه كارۍ بورډ چةئرمېن بلال خان كاكړ د تركيه سفير داكټر عرفان نذير اوغلو سره ملاقات وكړو٬ چې پكشې په دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ او د شريكې مرستې په وده خبرې وشوې۔ د ملاقات په يمهال دواړو لارښودو بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ په پراخه موقعو هم خبرې وكړې ۔ به دې موقع په دې خبره زور راوړلے شو …
د بلوچستان د سرمايه كاري بورډ چيئرمېن بلال خان كاكړ د تركيه سفير ډاكټر عرفان نذير اوغلو سره ملاقات

مزید خبریں
كوئټه 26 مارچ (اے پي پي) د بلوجستان سرمايه كارۍ بورډ چةئرمېن بلال خان كاكړ د تركيه سفير داكټر عرفان نذير اوغلو سره ملاقات وكړو٬ چې پكشې په دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ او د شريكې مرستې په وده خبرې وشوې۔ د ملاقات په يمهال دواړو لارښودو بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ په پراخه موقعو هم خبرې وكړې ۔ به دې موقع په دې خبره زور راوړلے شو چې د مهيانو نيولو ٬ كر كېلې او د لائيو سټاك څانګو كښې دش ريكو منصوبو (جوائنټ ونچرز ) د لارې نه يوازې ځايي معيشت ته وده وركړې كېدې شي بلكې پاكستان او د تركيه تر مينځه تجارتي اړيكې هم لا مستحكمېدې شي ۔ په دې مهال بلال كاكړ ووئېل بلوچستان قدرتي وسائل ٬ ساحلي بټۍ او د صلاحيتونو په اړه ډېرې موقعې لري او د تركيه سركايه كارو لپاره يوه زړه ړاښكونكې سيمه ده۔ ده ترك ګپنيو له بلنه وركړه چې بلوجستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو نه ګټه پورته كړي او د ځايي شراكت دارو سره په ګده تل پاتي پرمختګ كښې كردار تر سره كړي۔ په دې موقع ترك سفير ووئېل پاكستان په خاص توګه بلوچستان كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي لري او تركيه د پاكستان سره خپلې د ورورولۍ اړېكې لا پراخه كول غواري








