پېښور ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته په ګورنر هاؤس پيښور كښې د رېډيو پاكستان پيښور په اړه محكمانه بريفنګ وركړے شو۔ په بریفنګ كښې ووئيل شول د رېډیو پاکستان پېښور بنياد په 6 مارچ 1935 اېښودلے شوے ؤ او سول سېکرټرېټ څخه د دې خپرونې پېل شوې وې۔ وروستو په 28 اپرېل 1985 كښې د پاکستان براډکاسټنګ کارپورېشن پېښور مستقلې او …
ګورنر فيصل كريم كنډي ته د ريډيو پاكستان پيښور په اړه بريفنګ

مزید خبریں
پېښور ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته په ګورنر هاؤس پيښور كښې د رېډيو پاكستان پيښور په اړه محكمانه بريفنګ وركړے شو۔ په بریفنګ كښې ووئيل شول د رېډیو پاکستان پېښور بنياد په 6 مارچ 1935 اېښودلے شوے ؤ او سول سېکرټرېټ څخه د دې خپرونې پېل شوې وې۔ وروستو په 28 اپرېل 1985 كښې د پاکستان براډکاسټنګ کارپورېشن پېښور مستقلې او نوې ودانۍ څخه په رسمي توګه د ورځې د 16 ساعتو د روانو چارو ، سیاسي، سماجی او كلتورې خپرونې نشر كولې شي۔ په بریفنګ كښې ووئيل شول د ریډیو پاکستان پېښور خپرونې د افغانستان پولې ته پېوست سيمو په شمول لرې لرې ځايونو كښې اورېدلې شي۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول رېډيو پاكستان پېښور څخه د اردو، پښتو ، هندکو، کھوار او ګوجری په شمول بېلو ژبو كښې خپرونې وړاندې كولې شي كومې چې د سيمې د كلتوري او لساني تنوع عكاسي كوي۔ ګورنر ته دا هم ووئيل شول چې دے ودانۍ څخه د اېف اېم 101 خپرونې هم آن ايئر كولې شي كومې چې اولس زياتې خوښوي۔ د بريفنګ په مهال ګورنر د 9 ممئي پېښو كښې د رېډيو پاكستان پېښور ودانۍ ته د رسېدلي زيان څخه هم خبر كړے شو۔ ګورنر ته ووئيل شول په جنوري 2026 كښې د ودانۍ د رنګ روغن او بحالۍ كار بشپړ كړے شو او ټولې دفترې او بېلې څانګې يو وارې بيا فعاله كړې شوې۔ ګورنر د رېډيو پاكستان پېښور تاريخي اهميت په ډاګه كولو سره د ادارې بحالي يو مثبت پېشرفت وګرځولو او په دې لړ كښې يۍ د اړوندو چاروكو هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل د قامي ادارو تحفظ او د دې پرمختګ ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي او داسې ادارې د هېواد د كلتوري او معلوماتي ورثې مهمه برخه دي۔ ده زياته كړه چې د عصري غوښتنو له مخې رېډيو پاكستان ډيجيټل دور سره سمول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې ځوان كول ته په مؤثره ډول رسنه باوري كولې شي۔ ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي د خپرونو معيار لا ښه كولو ٬ سيمه ايزو ژبو او كلتور ته ودې وركولو او اولسي مسئلې په ډاګه كولو له خصوصي اقدامات وكړي









