د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سلاحكار تاج ايم خان ترند چهپرګرام ډګري کالج كښې بوټې نالولو سره د شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه

بټګرام 24 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی لوبو او د ځوانانو چارو لپاره سلاحكار تاج اېم خان ترند د چهپرګرام په ډګري کالج كښې بوټې نالولو سره د شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه٬ په دې موقع د بټګرام ډپټي كمشنر اشتياق احمد هم موجود ٶ۔ خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې كلين او ګرين صوبه جوړول د حكومت ورومبۍ ترجيح ده ٬ د شجركارۍ دا كمپائن يوازې علامتي …

بټګرام 24 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی لوبو او د ځوانانو چارو لپاره سلاحكار تاج اېم خان ترند د چهپرګرام په ډګري کالج كښې بوټې نالولو سره د شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه٬ په دې موقع د بټګرام ډپټي كمشنر اشتياق احمد هم موجود ٶ۔ خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې كلين او ګرين صوبه جوړول د حكومت ورومبۍ ترجيح ده ٬ د شجركارۍ دا كمپائن يوازې علامتي نه ده بلكې راتلونكي كول له محفوظ او كلين ماحول وركولو لپاره يوه جدي هڅه ده۔ ده زياته كړه چې د دې تاريخي كمپائن له مخې په يوه ورځ كښې د لس لكه بوټو نالولو هدف مقرر كړے شوے دے كوم چې به نه يوازې يو ځانګړې رېكارډ وي بلكې د موسمياتي بدلون اثرات كمولو كښې به هم اهم كردار ولوبوي

مزید خبریں