کوئټه۔ 24 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د سوځېدلي كوچني حسنېن د درملنې ټول لګښتونه د حكومت په ذمه د اخستلو احكامات جاري كړې دي۔ دا ماشوم تېره ورځ په خپل کور کښې له سوځېدو وروسته سخت ټپي شوے و۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ماشوم پلار عبد الخالق چې يو مزدور دے د خپل زوي درملنو څخه څخه …
وزیراعلی میر سرفراز بګټي د سوځېدلي كوچني د درملنې لګښتونه د حكومت په ذمه د اخستلو احكامات جاري كړل

مزید خبریں
کوئټه۔ 24 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د سوځېدلي كوچني حسنېن د درملنې ټول لګښتونه د حكومت په ذمه د اخستلو احكامات جاري كړې دي۔ دا ماشوم تېره ورځ په خپل کور کښې له سوځېدو وروسته سخت ټپي شوے و۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ماشوم پلار عبد الخالق چې يو مزدور دے د خپل زوي درملنو څخه څخه عاجز و۔ د وزيراعلی په هدايت ماشوم په سمدستي توګه سي اېم اېچ كوئټه منتقل كړے شو او درملنې يۍ پېل كړې شوې۔ د حكومت په وخت ګام پورته كولو او د طبي متخصصينو ډلې د هڅو په نتيجه كښې د ماشوم ځان بچ كړے شو او هغه اوس مخ په ښه كېدو دے۔ د بلوچستان وزيراعلی كوچني له د زر روغتيا دعا وكړه۔ د حسنېن مور پلار د زړه له كومي د وزيراعلی مننه وكړه او هغه لپاره يۍ نېكو هيلې څرګندې كړې۔









