پېښور 23 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د يومِ پاکستان په موقع د پاكستان ټول قام په خاص توګه د صوبې اولس له مباركي وركولو سره ووئيل چې 23 مارچ زمونږ د ملي تاريخي يوه اهمه او تاريخي ورځ ده٬ د نن نه 86 كاله اګاهو د نيمې وچې مسلمانانو په متفقه توګه يو آزاد او د خپلواكه اسلامي رياست جوړولو عزم وكړو او …
يوم پاکستان د ملي تاريخ اهمه او تاريخي ورځ ده۔ محمد سهيل آفريدے

مزید خبریں
پېښور 23 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د يومِ پاکستان په موقع د پاكستان ټول قام په خاص توګه د صوبې اولس له مباركي وركولو سره ووئيل چې 23 مارچ زمونږ د ملي تاريخي يوه اهمه او تاريخي ورځ ده٬ د نن نه 86 كاله اګاهو د نيمې وچې مسلمانانو په متفقه توګه يو آزاد او د خپلواكه اسلامي رياست جوړولو عزم وكړو او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره يو تاريخي قرارداد منظور كړې شو كوم چې وروسته د قيامِ پاکستان بنياد كېښودو۔ د اووه كالو د پرله پسې هلو ځلو نه پس آخر ھغه خواب رحتيا شو او پاکستان د يو آزاد رياست په توګه د نړۍ په نقشه رامخې ته شو۔ دپ ووئيل چې پاکستان جوړېدل د نيمې وچې د مسلمانانو د هلو ځلو٬ ستړو او بې مثال قربانيو نتيجه ده٬ په نننۍ ورځ مونږ خپلو ھغه مشرانو او كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ چا چې د يو شمېر ستونزو او قربانيو باوجود د آزادۍ دا عظيم مقصد ترلاسه كړو وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي دعا وكړه چې اله تعاليٰ دې پاکستان تل قائم و دائم وساتي٬ پاكستان د امن٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان كړي او مونږ له د خپل خوږ وطن د خدمت توفيق راكړي









