.د صدر مملكت آصف علي زرداري د يوم پاكستان په موقع پيغام دغه عظيم قربانيو او ستړو په نتيجه كښې مسلمانانو له د يو جلا هېواد جوړېدل ممكن شول۔ حالاتو ثابته كړه چې د قائد اعظم او د مسلم قيادت د جلا وطن پرېكړه دانشمندانه وه

نواب شاہ 23 مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان لپاره وركړې شوو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دغه عظيم قربانيو او ستړو په نتيجه كښې مسلمانانو له د يو جلا هېواد جوړېدل ممكن شول۔ حالاتو ثابته كړه چې د قائد اعظم او د مسلم قيادت د جلا وطن پرېكړه دانشمندانه وه۔ د ترهګرۍ سرپرستۍ كښې او د هند ملاتړ لرونكو عناصرو د لارې …

نواب شاہ 23 مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان لپاره وركړې شوو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دغه عظيم قربانيو او ستړو په نتيجه كښې مسلمانانو له د يو جلا هېواد جوړېدل ممكن شول۔ حالاتو ثابته كړه چې د قائد اعظم او د مسلم قيادت د جلا وطن پرېكړه دانشمندانه وه۔ د ترهګرۍ سرپرستۍ كښې او د هند ملاتړ لرونكو عناصرو د لارې امن او سولييز ګډ ژوند له روانو هڅو ته د زيان رسوونكو به نوغې ويستلې شي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د يوم پاكستان په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل زه په دې موقع ټول پاكستاني قام ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ په ننۍ ورځ كال 1940 كښې د برصغير مسلمانانو قرارداد پاكستان منظور كړو او د يو جلا وطن جوړولو نظريه يۍ وراندې كړه چې هغوي د خپلو اسلامي اقدارو له مخې ژوند وكړے شي۔ مونږ خپلو مشرانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو د كومو د قربانيو او ستړو په نتيجه كښې چې پاكستان جوړ شو۔ ده ووئيل كال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو په وخت ګڼ شمېر چېلنجونه وو خو تاريخ ګواه دے چې مونږ د پاك پروردګار فضل او بيا همكارۍ ٬ خوارۍ او صلاحيت سره په دې قابو وموندلو٬ خپل دفاعي صلاحيت مو مضبوط كړو٬ د ترهګرۍ په ضد مو اوږد ٬ كامياب او غېر روايتي جنګ وكړو او د قدرتي آفتونو په مهال مو د ايثار او مرستې روښانه مثالونه وړاندې كړل۔ صدر ووئيل تېر كال مئي كښې مو د دښمن د جارحيت په نره مقابله وكړه او هغه سبق مو ورته ياد كړو كوم به چې كله هم هېر نه كړي۔ ده ووئيل نن هم مونږ په داخلي او خارج محاذ چېلنجونو سره مخ يو۔ د بنيان مرصوص په څير آپرېشن غضب للحق هم ځانګړې نتيجې ترلاسه كړي دي۔ ده ووئيل مونږ به فتنه الخوارج، فتنه الهندوستان یا كومې هم ډلې ته د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد د كارروائيو كولو موقع ورنكړو۔ ده ووئيل د هندوتوا سرپرستی او په كشمير او هند كښې د مسلمانانو په شمول اقليتونو سره ناروا سلوك ددې خبرې ثبوت دے چې د قائد اعظم او مسلم قيادت د جلا وطن پرېكړه دانشمندانه وه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نړيوالې ورورولۍ له به راوړاندې كېدو سره په فلسطني وګړو روان ظلمونه ختمول وي۔ ده په لوئيديزه آسيا كښې د روانې شخړې د سفارتكارۍ او خبرو اترو دلارې د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر مملكت ووئيل چې مونږ له به د پاكستان ورځې په موقع دا عزم كول وي چې د قانون حكمراني به باوري كوو ٬ جمهوري ادارې به مضبوطوو ٬ عدم مساوات به كموو ٬ مېرمنې به اختيارمندې جوړو٬ معاشي استحكام ته به وده وركوو او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ناسور به ختموو۔ ده ووئيل مونږ په تېر وخت كښې پېښې مسئلې حل كړي دي او باور لرم چې په موجوده چېلنجونو د قابو موندلو صلاحيت هم لرؤ۔ ده ووئيل راځۍ چې خپلو اتلان ٬ د پاكستان جوړوېد او استحكام لپاره د ځانونو قربانۍ وركوونكو شهيدنو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړو كونل چې د هېواد سلامتيا ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره خپل ژوند وقف كړو