د آزادۍ نعمت زمونږ د مشرانو د تدبر٬ عزم ٬ استقامت او قربانيو ځانګړې ثبوت دے۔ د يوم پاكستان په موقع د وزيراعظم پيغام

لاهور 23 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د يوم پاكستان په تاريخي ورځ ټول قام له د زړه خلاصه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې 23 مارچ د سوئيلي آسيا په تاريخ كښې د يو مهم سنګ ميل حېثيت لري او د هغې تاريخي ورځې ياد تازه كوي كله چې 86 كاله وړاندې د نيمې وچې د پاك و هند د مسلم قيادت قوي عزم سره د …

لاهور 23 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د يوم پاكستان په تاريخي ورځ ټول قام له د زړه خلاصه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې 23 مارچ د سوئيلي آسيا په تاريخ كښې د يو مهم سنګ ميل حېثيت لري او د هغې تاريخي ورځې ياد تازه كوي كله چې 86 كاله وړاندې د نيمې وچې د پاك و هند د مسلم قيادت قوي عزم سره د يو آزاد وطن بنياد كېښودو لپاره يو موټې شول٬ د اقبال د فكر له مخې مسلمانانو لارښودو په نننۍ ورځ د يو داسې رياست تصور وړاندې كړے وو چرته چې مسلمانانو ته آئيني او سياسي حقونه ترلاسه وي او هغوي آزادۍ سره ژوند وكړئ شي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيرعظم د يوم پاكستان په موقع خپل پېغام كښې ووئيل په 23 مارچ 1940 قراردادِ لاهور مسلمانانو ته هغه عزم وركړو چې يوازې په 7 كلونو كښې زمونږ پلار نيكه د قائد اعظم په مشرۍ كښې په كال 1947 كښې د پاكستان په صورت كښې د يو جلا هېواد په ترلاسه كولو كښې كامياب شوو۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان جوړېدو څخه وروستو زمونږ قوم په هر ازمېشت كښې د غېر معمولي جذبې او عزم څرګندونه كړې ده۔ يو نوي جوړ شوي كمزوري هېواد سره تر جوهري قوت جوړېدو زمونږ سفر يو مضبوط عزم څخه عبارت دے۔ يو روښانه سباؤن پلو دا سفر روان دے۔ ده ووئيل پاكستان د قائد اعظم د سوچ له مخې جوړولو به ثابت قدمۍ ٬ زياتې خوارۍ او اجتماعي تګلارې سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل د زياتو چېلنجونو باوجود مو د پاك پروردګار په فضل د پاكستان معيشت د تلپاتي پرمختګ په لاره روان كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې اعلیٰ پېشه ور مهارت او وطن سره د مينې جذبې سره د پاكستان د آزادۍ او خپلواكۍ دفاع كوي۔ ده ووئيل تېره كال په معرکه حق، آپریشن بنیانِ مرصوص كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو خپل ازلي دښمن ته خله ماتې ځواب وركولو سره د عسكري تاريخ زرين باب رقم كړو۔وزیر اعظم ووئيل د وران كال په 26 فرورۍ د طالبانو د جارحيت ځواب د آپرېشن للغضب د لارې وركړې شو۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال امن داعي دے بياهم په سوئيلي آسيا كښې د تلپاتي امن مسئله د كشمير مسئلې منصفانه حل سره تړلې ده۔ ده ووئيل مونږ به د كشميري مظلوم اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتو۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ فلسطيني وروڼو سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوو او په منځني ختيز كښې په روانه وضعه ژوره اندېښنه لرو۔ پاکستان د يو ذمه وار نړيوال رياست په توګه متوازن او فعاله سفارت كاري روانه ساتلې ده چې محور يۍ سيمه ايز استحكام ٬ مكالمه او دوه اړخيزه احترام دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په دې موقع د پاك پوځ او قانون نافذ كوونكو ادارو مېړنو افسرانو او ځوانانو ته سلام وړاندې كوو كومو چې د هېواد آزادۍ ٬ خپلواكۍ او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل مونږ ځانګړې جذبې ٬ زياتې خوارۍ او په ګډه هڅې كولو سره د مضبوط ٬ سوكاله او پرمختګ كړي پاكستان تعمير روان ساتو۔