اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د 23 مارچ ورځ د نيمې اوچې مسلمانانو په تاريخ كښې د يو مهم پړاؤ حېثيت لري، كله چې په كال 1940ء كښې قراردادِ لاهور وړاندے كړے شو كوم چې د يو جلا اسلامي رياست بنياد كېښود۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته زمونږ د مشرانو بصيرت ٬ ستړې او قربانۍ …
قراردادِ لاهور د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د آزادۍ منزل پلو يو مهم پړاؤ ثابت شو:سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د 23 مارچ ورځ د نيمې اوچې مسلمانانو په تاريخ كښې د يو مهم پړاؤ حېثيت لري، كله چې په كال 1940ء كښې قراردادِ لاهور وړاندے كړے شو كوم چې د يو جلا اسلامي رياست بنياد كېښود۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته زمونږ د مشرانو بصيرت ٬ ستړې او قربانۍ يادوي د كومو په نتيجه كښې چې پاكستان د يو آزاد او خپلواكه رياست په توګه د نړۍ په نقشه رامخے ته شو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان ورځ د دے لوظ د پخلي ورځ ده چې مونږ د پاكستان د مؤسسينو د وژن له مخې هېواد يو مضبوط ٬ مستحكم او فلاحي رياست جوړولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړو۔ سپيكر اياز صادق په دې موقع شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شهيدانو قربانۍ پاكستاني قام لپاره د لارښودنې سرچينه ده۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال بېلو داخلي او بهرني چېلنجونو سره مخ دے، په كومو كښې چې ترهګري ، معاشی ستونزې او د منطقې بدلېدونكې وضعه شامله ده۔ ده ووئيل پاك پوځ او امنيتي ادارې هره ګھړۍ د هېواد په حفاظت كښې مصروف دي او ټول قام د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔ سپيكر اياز صادق ووئيل د پاكستان پارليمان د جمهوريت استحكام ، د قانون حكمرانۍ او اولسي خېر ښېګړې له پرله پسې كار كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان ورځې په موقع به مونږ له د دے عزم پخلے كول وي چې مونږ به د هېواد سلامتيا ، خپلواكۍ او پرمختګ له هر ممكن كردار ترسره كوو۔ سپیکر سردار ایاز صادق د يوم پاكستان په موقع د فلسطين او كشمير اولس ملاتړ سره اړوند د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاكستان به تل د خپلو فلسطيني او كشميري ورونړو خوېندو حقونو لپاره غږ پورته كوي۔ ده په دې موقع د هېواد سلامتيا ، پرمختګ او سوكالۍ له دعا هم وكړه۔ ده زياته كړه چې مونږ له به د پېښو چېلنجونو مقابله ګډ عزم او قامي يووالي سره كول وي دغسې چې هېواد د لا پرمختګ په لور مخ په وړاندې لاړ شي۔ ده دعا وكړه پروردګار دے پاكستان يو محفوظ ، سوكاله او پرمختګ كړے هېواد جوړ كړي او قام ته دې سلامتيا ، يووالې او استحکام وركړي۔










