د وزيراعظم لګژری ګاډو لپاره په هائي آكټين فيول ليوي 200 روپۍ في ليټر څخه د زياتولو هدايت

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم لګژری ګاډو لپاره په هائي آكټين فيول ليوي كښې د 200 روپو في ليټر اضافې كولو هدايت كړے دے چې ورسره به په هائي آكټېن فيول د 300 روپۍ في لېټر ليوي فوري اطلاق وشي۔ دې پرېكړې سره به حكومت ته د مياشتې 9 اربه روپۍ بچت كيږي كوم به چې عامو وګړو ته ريليف وركولو لپاره كارولې شي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ …

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم لګژری ګاډو لپاره په هائي آكټين فيول ليوي كښې د 200 روپو في ليټر اضافې كولو هدايت كړے دے چې ورسره به په هائي آكټېن فيول د 300 روپۍ في لېټر ليوي فوري اطلاق وشي۔ دې پرېكړې سره به حكومت ته د مياشتې 9 اربه روپۍ بچت كيږي كوم به چې عامو وګړو ته ريليف وركولو لپاره كارولې شي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وډيو لنك غونډه وشوه په كومه كښې چې د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ، دخزانې وفاقي وزير اورنګزېب ، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ ، د پټروليم وفاقي وزير علی پروېز ملک او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې لګژری ګاډو لپاره د كارول كېدونكي هائي آكټېن فيول حوالې سره مهمه پرېكړه وكړې شوه۔ وزیراعظم لګژری ګاډو لپاره 100 روپۍ في لېټر كښې د 200 روپۍ في لېټر اضافې كولو پرېكړه وكړه۔ دې پرېكړې سره به حكومت ته د مياشتې 9 اربه روپۍ ترلاسه كيږي۔ د وزیراعظم د هدايت له مخې اولس ته به دې بچت څخه ريليف وركولې شي۔ د بيان له مخې دې پرېكړې سره به د ټرانسپورټ او هوائي الوتكو په كرايانو كښې كومه اضافه نه كيږي۔