مظفرآباد۔22مارچ(اے پی پی) د آزاد جمو و کشمیر وزیر اعظم فېصل ممتاز راټھور د كوچني اختر په موقع د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته كشميري وګړو ته مباركي وركړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې فېصل ممتاز راټھور د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري وګړو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار کشمیري وګړو له په …
د آزاد كشمير وزيراعظم كشميري وګړو ته د اختر مباركي او خپلواكي ترلاسه كولو له د هغوي قربانيو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
مظفرآباد۔22مارچ(اے پی پی) د آزاد جمو و کشمیر وزیر اعظم فېصل ممتاز راټھور د كوچني اختر په موقع د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته كشميري وګړو ته مباركي وركړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې فېصل ممتاز راټھور د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري وګړو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار کشمیري وګړو له په هر محاذ كاميابۍ وركړي دغسې چې راتلونكې اختر په آزاده فضا كښې ولمانځي۔ فېصل ممتاز راټھور د اختر د خوشحالۍ په موقع اسلامي نړۍ ته په عمومي او پاكستاني اولس ته په خصوصي توګه مباركي وركړه۔ زیراعظم ووئيل په دې موقع مونږ لوظ كوو چې د كومې هم منفي سرګرمۍ برخه به نه جوړېږو او د هېواد او قامي پرمختګ او سوكالۍ له به كار كوو۔









