كوچنې اختر د صبر ٬ ايثار ٬ ورورولۍ او د پروردګار په نعمتونو د شكر كولو ورځ ده : وزیراعلی سهیل آفریدی

پېښور ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د كوچني اختر د خوشحالۍ په موقع د صوبې اولس او ټولې اسلامي نړۍ له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي چې كوچنې اختر د صبر ٬ ايثار ٬ ورورولۍ او د پروردګار په نعمتونو د شكر كولو ورځ ده كوم چې په رمضان المبارک كښې د پروردګار رضا كولو لپاره د روژو نيولو او …

پېښور ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د كوچني اختر د خوشحالۍ په موقع د صوبې اولس او ټولې اسلامي نړۍ له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي چې كوچنې اختر د صبر ٬ ايثار ٬ ورورولۍ او د پروردګار په نعمتونو د شكر كولو ورځ ده كوم چې په رمضان المبارک كښې د پروردګار رضا كولو لپاره د روژو نيولو او د نورو عبادتونو كولو په بدله كښې د خوشحالۍ څرګندونې له راكړے شوے دے۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د روژې مباركه مياشت مونږ ته د تقوي ٬ خواخوږۍ او انسانيت درس راكوي او د اختر ورځ مونږ ته دې اقدارو ته په اجتماعي او انفرادي ژوند كښې وده وركول يادوي۔ ده ووئيل مونږ بايد خپل چاپېرچل كښې بې وزله كسان هم خپلو خوشحالو كښې شريك كړو دغسې چې د اختر حقيقي روح ژوندے كړے شي۔ ده ووئيل نن يووالي ته زياته اړتيا ده ۔ ده وئيل د اختر د خوشحالو په موقع مونږ هغه مسلمانان هېرولې نه شوو كوم چې ستونزو سره مخ دي۔ په خاص توګه د مقبوضه كشمير ٬ غزه او ايران مسلمانانو سره مونږ د يووالي څرګندونه كوو او د هغوي امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره لاس په دعا يوو۔

مزید خبریں