حقيقي خوشحالي په ټولنه كښې مينې ٬ ورورولۍ او زغم ته وده وركولو سره تړلې ده: د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي د جمعة الوداع، د اختر شپې او د خوشحالۍ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي دا بابركته او د خوشحالو موقعې انسانيت لپاره د اميد ٬ يووالي او هم آهنګۍ پېغام راوړي۔ ده ووئيل يوه سولييزه او خوشحاله ټولنه د حقيقي پرمختګ بنياد وي چرته چې هر يو وګړي ته د عزت ٬ تحفظ …

کوئټه ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي د جمعة الوداع، د اختر شپې او د خوشحالۍ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلې دي دا بابركته او د خوشحالو موقعې انسانيت لپاره د اميد ٬ يووالي او هم آهنګۍ پېغام راوړي۔ ده ووئيل يوه سولييزه او خوشحاله ټولنه د حقيقي پرمختګ بنياد وي چرته چې هر يو وګړي ته د عزت ٬ تحفظ او غوره ژوند موقعې ترلاسه وي۔ ده ووئيل د روژې مباركه مياشت مونږ ته د صبر٬ زغم ٬ايثار او خواخوږۍ درس راكوي او مونږ له به دا اقدار د خپل اجتماعي ژوند برخه جوړول وي۔ ده ووئيل حقيقي خوشحالي په ټولنه كښې مينې ٬ ورورولۍ او زغم ته وده وركولو سره تړلې ده۔ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې صوبائی حکومت به د اولس د ځان او مال تحفظ له مؤثر ګامونه پورته كوي ٬ د اختر شپې په موقع د سكيورټي سخت انتظامات شوي دي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے بلوچستان اور پاکستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لار ټول عمري له روان ساتي او مونږ ټولو ته دې حقيقي خوشحالۍ او كاميابۍ راكړي۔

مزید خبریں