د اختر ورځ خوشحالۍ ٬ مينې ٬ زغم او ورورلۍ ته د ودې وركولو پيغام راوړي: مير ضياﺀ الله لانګو

کوئټه۔ 20 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير میر ضیاء اللہ لانګو د كوچني اختر په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د اختر ورځ خوشحالو ٬ مينې ٬ زغم او ورورلۍ ته د ودې وركولو پيغام راوړي۔ په خپل جاري كړې پېغام كښې ده ووئيل د روژې مباركه مياشت مونږ ته د صبر ٬ زغم ٬ ايثار او يووالي درس راكوي۔ ده ووئيل په …

کوئټه۔ 20 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير میر ضیاء اللہ لانګو د كوچني اختر په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د اختر ورځ خوشحالو ٬ مينې ٬ زغم او ورورلۍ ته د ودې وركولو پيغام راوړي۔ په خپل جاري كړې پېغام كښې ده ووئيل د روژې مباركه مياشت مونږ ته د صبر ٬ زغم ٬ ايثار او يووالي درس راكوي۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې په ټولنه كښې يووالي او ورورولۍ ته وده وركول د وخت مهم حاجت دے دغسې چې يوه سولييزه او پياوړې ټولنه تشكيل كړې شي۔ صوبائي وزير اولس ته اپيل وكړو چې هغوي د اختر په خوشحالو كښې خپل چار چاپېره بې وزله او مستحق كسان هم شامل كړي او هغوي سره دې د مينې څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت د اختر په موقع د اولس د ځان او مال تحفظ له بشپړ اقدامات كوي دغسې چې هغوي اطمينان سره د اختر تياريانې روانې وساتلې شي۔ ده ووئيل د كومې مشكوك سرګرمۍ اطلاع دې په سمدستي توګه اړوندو چارواكو ته وركړې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے هېواد او صوبې ته امن وركړي او مونږ ته دې مينې ٬ ورورولۍ او يو والي سره د مخكښې تللو توفيق راكړي۔

مزید خبریں