وګړو له فول پروف امنيت باوري كول د حكومت ذمه واري ده ٬ كمې به زغملې نه شي : د بلوچستان داخله وزير

کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان داخله وزير میرضیا اے لانګو وئيلي دي د اختر په موقع وګړو له فول پروف امنيت باوري كول د حكومت تر ټولو لومړۍ ذمه واري ده٬ په دې لړ كښې به كوم غفلت او كمې زغملې نه شي۔ دا خبره ده په صوبه كښې د امنيتي وضعې جاج اغستلو له په خپله مشرۍ كښې يوې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ په غونډه …

کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان داخله وزير میرضیا اے لانګو وئيلي دي د اختر په موقع وګړو له فول پروف امنيت باوري كول د حكومت تر ټولو لومړۍ ذمه واري ده٬ په دې لړ كښې به كوم غفلت او كمې زغملې نه شي۔ دا خبره ده په صوبه كښې د امنيتي وضعې جاج اغستلو له په خپله مشرۍ كښې يوې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې آئی جی جېل خانه جات سعید احمد، ایډیشنل آئی جی آغا یوسف، ډی آئی جی کوئټه او ډی آئی جی سی ټی ډی اعتزاز ګورایه په شمول نورو اړوندو افسران ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اختر شپې په موقع د امنيتي انتظاماتو جاج واغستے شو۔ ایډیشنل چیف سېکرټری داخله حمزہ شفقات د امنيتي وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د جوماتونو او امام باړو امنيت له خصوصي پلان ترتيب كړے شو۔ داخله وزير ووئيل امنيتي ځواكونه مړانې سره د ترهګرۍ په مقابله كوي او د وروستيو پېښو مخنيوي كښې پوليس د پېشه ور مهارت څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي٬ د امنيت بحالۍ او د وګړو تحفظ له پاك پوځ ٬ اېف سي او د پوليس په شمول ټولې ادارې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ داخله وزير هدايت وكړوچې د اختر په موقع دې په ټولو ضلعو كښې په امنيتي پلان عملدرآمد باوري كړے شي۔

مزید خبریں