کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د حب ډپټی کمشنر اسماعیل ابراهیم د زيات باران او طوفان د لاسه د ځپلې شوو سيمو دوره وكړه٬ ځپليو وګړو سره يۍ ملاقات وكړو او باران څخه وروستو د ضلعي انتظاميې لخوا د شوې انتظاماتو جاج يۍ واغست۔ د طوفان او باران له امله په رامخې ته شوو بېلو پېښو كښې د يوې كوچنۍ په شمول 2 كسان مړه او 15 ټپيان شوي …
حب كښې د طوفان او زيات باران له امله رامخې ته شوو پيښو كښې 2 كسان مړه ٬ 15 ټپيان ٬ ډپټي كمشنر د ځپليو سيمو دوره وكړه

مزید خبریں
کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د حب ډپټی کمشنر اسماعیل ابراهیم د زيات باران او طوفان د لاسه د ځپلې شوو سيمو دوره وكړه٬ ځپليو وګړو سره يۍ ملاقات وكړو او باران څخه وروستو د ضلعي انتظاميې لخوا د شوې انتظاماتو جاج يۍ واغست۔ د طوفان او باران له امله په رامخې ته شوو بېلو پېښو كښې د يوې كوچنۍ په شمول 2 كسان مړه او 15 ټپيان شوي دي۔ ډپټی کمشنر په پتھر کالونۍ كښې د دېوال پرېوتو پېښه كښې د وفات شوي مشر وګړي كور ته لاړ ٬ غمجنې كورنۍ سره يۍ ملاقات وكړو او هغوي ته يۍ په دې سخت وخت كښې د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ هغه د ساكران رمضان مري ګوټھ دوره هم وكړه چرته چې د دېوال پرېوتو په يوه بله پېښه كښې يوه ماشومه په حق رسېدلې او د هغې پلار ژوبل شوے و۔ ډپټي كمشنر ځپلې كورنۍ سره ملاقات او په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ ډپټي كمشنر په جام غلام قادر روغتون كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه وكړه او هغوي ته د وړاندې كېدونكو طبي آسانيو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل چې د طوفان او باران دلاسه په رامخې ته شوې بېلو پېښو كښې د يوې كوچنۍ په شمول دوه كسان مړه او 15 ټپيان شوي دي۔ ژوبل شوي له اولنۍ طبي مرستې څخه وروستو كورونو ته لېږلې شوي دي۔ ده ووئيل د زيان تخمينه لګولې شي۔ ده ووئيل د ضلعي انتظاميې لخوا ریسکیو او ریلیف فعاليتونه روان دي او هڅې كولې شي چې ځپليو وګړو ته فوري مرسته ورسولې شي۔ ډپټی کمشنر ووئيل چې د زيان ازالې او د ځپليو بحالۍ له پي ډي اېم اے سره پرله پسې رابطه كښې يوو










