پېښور 17 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي له د نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن(اين ټي سي) لخوا په ګورنر هاؤس كښې محکمانه بريفنګ وركړې شو۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن ډائريکټر نور حکيم د خېبر پښتونخوا ګورنر له صوبه كښې نېشنل ټيلي کميو نيکيشن کارپوريشن په مجموعي کارکردګۍ بريفنګ وركړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر له په صوبائي كچه 12 ضلعو كښې د …
د خېبر پښتونخوا ګورنر له د نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن په مجموعي کارکردګۍ بريفنګ

مزید خبریں
پېښور 17 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي له د نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن(اين ټي سي) لخوا په ګورنر هاؤس كښې محکمانه بريفنګ وركړې شو۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن ډائريکټر نور حکيم د خېبر پښتونخوا ګورنر له صوبه كښې نېشنل ټيلي کميو نيکيشن کارپوريشن په مجموعي کارکردګۍ بريفنګ وركړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر له په صوبائي كچه 12 ضلعو كښې د اين ټي سي جوړ شوې ادارہ جاتي اسټرکچر په اړه بريفنګ وركړې شو۔دې نه ځانله د اين ټي سي د سيوري لاندې د صوبې بندوبستي ضلعو او ضم شوې قبائلي ضلعو كښې په روانو پروژو هم بريفنګ وركړې شو۔د هېواد په كچه د اين ټي سي جديد ټرانسميشن نيټ ورك سسټم منصوبې ، ډيټا سنټر، سولرائزيشن منصوبې،پبلك وائي فائي منصوبې، سکولونو او د روغتنيا بنيادي مرکزونو كښې د انټرنيټ وركولو په منصوبه هم بريفنګ وركړې شو۔بريفنګ كښې ګورنر ته وئويل شول چې صوبه كښې نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن د سيوري لاندې 10 زره نزدې ټيليفون او 2 زره ډي ايس ايل انټر نيټ کار كوي۔پېښور كښې نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن 300 مليونه روپو لګښت سره تند رفتاره نټرنيټ په منصوبه كار روان دے ۔ ګورنر ته ووئيل شول چې نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن ټولو حکومتي ادارو له ډيټا ، آئي ټي، ټيلي کام سروسز وركولو مينډيټ لري۔د خېبر پښتونخوا ګورنر تند رفتاره انټرنيټ په وركولو او مواصلاتي رابطو لپاره نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن منصوبي ګټه وره ګرځولو سره ووئيل نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن منصوبې اولس ته ورسولو كښې کليدي کردار ترسره كړي،مونږ له به دا باوري كول وي چې ټولو وګړو له تر ډيجيټل خدمات رسنه وركړې شي۔ګورنر ووئيل بايد ټولي منصوبے په وخت بشپړي شي دغسې چې اولس ته سمدستي او معياري سهوليات ترلاسه شي










