لندن۔9مارچ(اے پی پی) برطانوی ورځپاڼې "دی مډل ایسټ آئی" د یهود او هنود تړون او د هند منافقانه خارجه پالېسي په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې ایران سره د ملګرتيا د دعوو باوجود هند عملا ً د اسرائیلی اتحاد برخه جوړ شوے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې برطانوي ورځپاڼې د هند د وزيراعظم مودي د ايران په ځاې اسرائيل سره د اودرېدو په اړه سختې پوښتنې پورته …
برطانوي ورځپاڼې د هند منافقانه خارجه پاليسي په ډاګه كړه

مزید خبریں
لندن۔9مارچ(اے پی پی) برطانوی ورځپاڼې “دی مډل ایسټ آئی” د یهود او هنود تړون او د هند منافقانه خارجه پالېسي په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې ایران سره د ملګرتيا د دعوو باوجود هند عملا ً د اسرائیلی اتحاد برخه جوړ شوے دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې برطانوي ورځپاڼې د هند د وزيراعظم مودي د ايران په ځاې اسرائيل سره د اودرېدو په اړه سختې پوښتنې پورته كړې دي۔ ورځپاڼې پوښتنه كړې چې د ايران په ضد د جنګ له پېل كېدو څخه دوه ورځې وړاندې هغه د اسرائيل دوره ولې وكړه؟ هند د ايراني سپريم ليډر شهادت پېښې تر څو ورځې غندنې كولو څخه غلې ولې پاتې شو۔ د برطانوی ورځپاڼې له مخې هندي وزيراعظم تر دې دمه ايراني اولس لپاره د غمرازۍ لنډ بيان هم نه دے جاري كړے٬ د هند مېلمنه ايراني بحري بېړۍ هم په نښه كړې شوه۔ دا اقدام هندي دفاعي سفارتكارو هم ستراتيجيكي شرم ګرځولے دے۔ د پوهانو له مخې دا اولنے مثال نه دے چې هند ايران ته دھوكه وركړې ٬ چاه بهار بندر ځايې څخه لاس په سركېدل هم ددې ښكاره مثال دے۔








