ملګري ملتونه 05 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش په نړيوالو مسئلو او په ځانګړي توګه منځني ختيز كښې په رامخې ته شوي وضعيت قابو موندلو له سلامتي كونسل كښې د يووالي په نشتون ژوره اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك ميډيا ته ويلي چې انتونيو ګوترېش څه مودې راهيسې سلامتي كونسل كښې په بېلو چارو د …
د ملګرو ملتونو په نړيوالو مسئلو په ځانګړي توكه د منځني ختيز په وضعيت قابو موندلو له سلامتي كونسل كښې د يووالي په نشتون د انديښنې څرګندونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 05 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېش په نړيوالو مسئلو او په ځانګړي توګه منځني ختيز كښې په رامخې ته شوي وضعيت قابو موندلو له سلامتي كونسل كښې د يووالي په نشتون ژوره اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك ميډيا ته ويلي چې انتونيو ګوترېش څه مودې راهيسې سلامتي كونسل كښې په بېلو چارو د رائې په فقدان اندېښمن دے۔ ده وويل نړيوال امن او سلامتيا د سلامتي كونسل بنيادي ذمه واري ده او دې لپاره غړي هېوادونه بايد ګډ دريځ خپلولو له خپل منځه موافقت پېدا كړي۔ د وياند له مخې عموي سېكرټري په خاص توګه د منځني ختيز وضعې په تناظر كښې د كونسل د مؤثر كردار او د غړو د ګډې تګلارې لټولو په حاجت زور راوړو۔








