اسلام آباد۔13 فروری(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان ناصر سره د سکستھ انټرنېشنل ورکشاپ آن لیډرشپ اېنډ سټېبلټی (Sixth International Workshop on Leadership and Stability) نړيوال پلاوي په سېنېټ آف پاكستان كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن پلاوي ته د سېنېټ د كردار ٬ پارليماني تګلارې ٬ د قانون سازۍ عمل او په جمهوري استحكام كښې د سېنېټ بشپړ كردار په …
د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان ناصر سره د سکستھ انټرنيشنل ورکشاپ آن لیډرشپ اینډ سټیبلټی نړيوال پلاوي ملاقات
اسلام آباد۔13 فروری(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان ناصر سره د سکستھ انټرنېشنل ورکشاپ آن لیډرشپ اېنډ سټېبلټی (Sixth International Workshop on Leadership and Stability) نړيوال پلاوي په سېنېټ آف پاكستان كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن پلاوي ته د سېنېټ د كردار ٬ پارليماني تګلارې ٬ د قانون سازۍ عمل او په جمهوري استحكام كښې د سېنېټ بشپړ كردار په اړه بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكو استازو ٬ كاروباري او د تعليمي څانګو استازو٬ د تھنك ټېنكس پوهانو ٬ سركاري او عسكري چارواكو او مېډيا سره تړون لرونكو بېلو شخصيات ګډون وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كله چې ګردې نړۍ څخه پوهان ٬ دانشور او پالېسي جوړونكي د پاكستان دوره كوي او دلته د پارليماني نظام ٬ جمهوري عمل او اداره جاتي ډھانچې مشاهده كوي نو دې سره د پاكستان رغنده ٬ ذمه وار او جمهوري كردار په نړيواله كچه لا ښه كيږي۔ ده ووئيل پاكستان امن خوښونكے هېواد دے كوم چې په منطقه كښې او په نړيواله كچه امن غواري او په مكالمه ٬ دوه اړخيزه احترام او تعميري همكارۍ باور لري۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورلۍ سره مثبته همكاري غواړي او پارليمان په دې لړ كښی سفارت كارۍ ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ده وېنا وه چې د معاشي٬ ماحولياتي او سلامتيا په اړوندو چېلنجونو قابو موندل د مكالمې ٬ همكارۍ او اجتماعي بصيرت د لارې ممكن دي۔ پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره وكړه چرته چې هغوي ته د پارليماني تاريخ ٬ ارتقائي پړاؤنو او مهمې قانون سازۍ په اړه معلومات وركړے شول۔ د پلاوي غړو بريفنګ معلوماتي او ګټور ګرځولو سره په لارښودنه او مېلمستيا د سېنېټ سېكرټرېټ مننه وكړه۔










