اسلام آباد 13فروری(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان د پاكستان مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود او پخواني صوبائي وزير زعيم قادري په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل ارواښاد زعيم حسين قادري زما يو نزدې دوست٬رفيق او نظرياتي ملګرے ؤ ۔ده ارواښاد اصول خوښے ٬ديانتدار او نظرياتي سياسي لارښود ګرځولو سره …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان د زعيم قادري په مړينه د غمرازۍ څرګندونه
اسلام آباد 13فروری(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان د پاكستان مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود او پخواني صوبائي وزير زعيم قادري په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل ارواښاد زعيم حسين قادري زما يو نزدې دوست٬رفيق او نظرياتي ملګرے ؤ ۔ده ارواښاد اصول خوښے ٬ديانتدار او نظرياتي سياسي لارښود ګرځولو سره ووئېل هغه به تل د حق او رېښتيا خبره كوله۔چيئرمېن ووئيل زعيم حسين قادري يو مخلص او باوقاره سياسي شخصيت ؤ او د هغه مرګ د ګوند او د هېواد سياست لپاره نه پوره كېدونكے زيان دے۔ده ووئيل ارواښاد په سختو حالاتو كښې هم د ګوند سره ثابت قدم ولاړ ؤ ۔ده د ارواښاد كورنۍ سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونې سره دهغوي زغم او لوړو درجو له دعا وكړه










