اسلام آباد 13فروری(اے پي پي) د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي اي ايچ اے) تر سيوري لاندې سيكټر ايف-14 او ايف-15 كښې د انفراسټركچر ډوېلپمنټ كارونو د بنياد ايیښودولو دستوره به د فرورۍ په 16مه نيټه كيږي۔وياند اے پي پي ته ووئيل د هاؤسنډ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده به په دې موقع د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ايف جي اي ايچ اے لخوا جاري …
د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ اتهارټي تر سيوري لاندې د سيكټر ايف-14 او ايف-15 انفراسټركچر ډوېلپمنټ كارونو لپاره د بنياد ايیښودلو دستوره به د فرورۍ په 16مه نيټه كيږي
اسلام آباد 13فروری(اے پي پي) د فيډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي اي ايچ اے) تر سيوري لاندې سيكټر ايف-14 او ايف-15 كښې د انفراسټركچر ډوېلپمنټ كارونو د بنياد ايیښودولو دستوره به د فرورۍ په 16مه نيټه كيږي۔وياند اے پي پي ته ووئيل د هاؤسنډ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده به په دې موقع د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔ايف جي اي ايچ اے لخوا جاري شوې مراسلې له مخې دستوره به د ګل په ورځ ماسپخين يوه نيمه بجه پراجيكټ سائټ ايف -14 –F او ايف -15 اسلام آباد كښې كولې شي۔د دستورې په مهال به د سړكونو٬سيوريج٬د اوبو ويستلو٬بجلۍ او نورې د بنيادي آسانيو وركولو پروژې په سرسمي ټوګه پېل شي كومو څخه به چې الاټيز ته زر تر زره د استوګنې آسانۍ ترلاسه كېدل ممكن شي۔ د ايف جي اي ايچ اے چارواكو له مخې سيكټر ايف -14 او ايف 15 كښې د پرمختيائي هلو ځلو پیل به وفاقي ملازمينو ته د استوګنو آسانيو وركولو پروژه كښې مهم پېشرفت ثابت شي










